
په
خوست ولايت كې د دوو بمي چاودنو له امله د سيمې يو ديني عالم وژل شوى او پېنځه نور
كسان ټپيان دي ، مولوى په هغه چاودنه كې وژل شوى چې په خوست ښاركې شوې او په نادرشاه
كوټ ولسوالۍ كې بيا بلې چاودنې پېنځه كسان ټپيان كړي دي، تراوسه د دې پېښې مسووليت
چاپرغاړه نه دى اخيستى.
بل د خوست امنيتي چاروكو د دغه ولايت په دوو
جلاسيمو كې دافغان او ناټوځواكونو لخوا د څلور ماين خښوونكو د نيولو خبر وركړى دى.
د پنجشبې په ورځ د خوست ښار ختيځه برخه كې يوه
چاودنه وشوه، د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزى وايي چې چادونه د يوې
دې مدرسې په حجره كې شوې چې له امله يې د سيمې يو ديني عالم وژل شوى او كوټه يې
ويجاړه شوې ده، د قوماندان په خبره چې تراوسه نه ده معلوم چې دا چاودنه ولې اوپه
څه ډول شوې ده، همداشان د خوست په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې هم يوه چاودنه شوې، قوماندان زياتوي چې چاودنه په يوه سراچه موټر
شوې او له امله يې پېنځه ملكي كسان ټپيان شوي دي.
همداشان
د خوست په ګربزو ولسوالۍ كې دوه كسان نيول
شوي د خوست چارواكي وايي چې دغوكسانو په لاره كې ماينونه خښول چې ونيول شول، د چارواكوپه خبره د خوست په صبريو
ولسوالۍ كې بيا د شپې پرمهال افغان او بهرنيوځواكونو د ګډو عملياتوپرمهال د ماين خښوولو
په تور د دوو كسانو د نيولو خبر وركړى دى.
په خوست كې د يادو ټولوپېښو په اړه تراوسه وسله والو طالبانوڅه نه دي ويلي.