
دافغانستان اسلامي جمهوريـت
د سيمه ايزو ارګانونو خپلواکه اداره
دپكتيـكا ولايـت مقام مطبوعاتي دفتر
خبر پاڼه
د پکتيکا په سېلاب ځپلو کورنيو د يو زرو درې څلوېښت(۱۰۴۳) ټنه خوراکي توکو د وېش لړۍ پېل شوه.
پکتيکا ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
مسؤول مخلص افغان
۱۳۸۹کال د کب ۴ مه
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې په شپږ سوه پنځوس سېلاب ځپلو کورنیو ددې ولایت د طبعی پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس، ولایتي شورا رئیس او یو شمیر نورو دولتي چاروکو لخوا ووېشل شوې
په سلاب ځپلو کورنیو د مرستو د وېش پر مهال د پکتیکا ولایت د طبعی پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس ښاغلي عبدالهادي هادي وویل چې له دوی سره د نړیوال خوراکي پروګرام له لوري ۱۰۴۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته شوي چې پکې غنم، غوړي، مالګه او دال شامل دی د وېش یاده لړۍ مو د پکتیکا مرکز ښزنې پېل او د یوسف خیل، خیرکوټ، جاني خیل، شخیل آباد، سروبي او ارګون پورې وغځول شي
نوموړي زیاته کړه چې دغه خوراکي توکي په مرکز ښرنه کې په شپږ سوه پنځوس سېلاب ځپلو کورنیو چې هرې کورنۍ ته یوسل پنځوس کیلو غنم، یوولس کیلو غوړي، یو نیم کیلو مالګه او اته لس کیلو دال ووېشل شول
د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا رئیس ښاغلي عبدالمبین فقیزاده د مرستې د وېش پر مهال خوښي وښوده او زیاته يې چې دا مرسته بسينه نه کوي او یاد ولایت سره د نورو مرستو غوښتنه وکړه
ددې ولایت یو تن اوسیدونکي د مرستې د ترلاسه کولو پر مهال وویل: زه خان محمد د پکتیکا مرکز د پلتو کلي اوسیدونکی یم سېلابونو زیانمن کړی وم د پکتیکا د والي نه یو جهان مننه کوم چې زموږ سره یې مرسته وکړه
د یادونې وړ ده چې په لومړي ځل په پکتیکا کې په سېلاب ځپلو مرستې وېشل کيږي
مخلص افغان
د پکتیکا د والي ویاند
۰۷۹۷۵۰۹۰۱۰
-- " Mokhlis Afghan "Paktika Governor Spokesman Contact Numbers Official :- 0093 (0) 706359535 Private :- 0093 (0) 797509010Thuraya:- 0088216-44407096Emails :- mokhlis.afghan@gmail.com mokhlis.afghan@yahoo.com