
د افغانستان په
هلمند وﻻيت کې سيمه ييزو چارواکو غوښتل، چې د کوکنارو د پټو د منځه وړلو لپاره
پروګرام پيل کړي او بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او سرې ورکړي، خو د ايساف لخوا له مخالفت سره مخ شوي دي.
سيمه ييزې
سرچينې وايي، چې د ايساف ځواکونو د مخالفت ﻻملونه په سيمه کې دامنيت نه موجوديت
او د ماينونو شتون ښودل شوی دی.
که څه هم په
تيرو دريو کلنو کې دوه نيم سوه زرو بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې
ورکړل شوي، خو بيا هم په دې وﻻيت کې د کوکنارو کر نه دی ختم شوی. په هلمند وﻻيت کې
د کوکنارو د کر لپاره ډېر ﻻملونه موجود دي : دغه وﻻيت د افغانستان د ډېرو لويو
وﻻيتونو څخه دی او يوازې موسی کلا ولسوالي د پنچشير له وﻻيت (؟) څخه لويه ده او په خپله د
هلمند وﻻيت له ډېرو اروپايي هېواونو څخه
لوی دی. له بلې خوا د هلمند وﻻيت د افغانستان له سختو جګړه ځپلو وﻻيتونو څخه دی،
چې خلک يې ډېر بېوزله دي او له بلې خوا نړيواله مافيا، د شمال ټلواله او د نړيوالو
ځواکونو ځينې کړۍ هم په افغانستان کې د کوکنارو
او نورو مخدره توکو د قاچاق سره تړاو لري.