د  ناټو په ډزو کې بيا ملکي خلک وژل شوي دي

د ناټو يوې چورلکې د پروان وﻻيت په غرونو کې پر پنځه تنو ملکي خلکو ډزې کړي او پنځه تنه ملکي خلک يې وژلي، چې دوه يې ماشومان دي. په سيمه کې يوه دولتي امنيتي چارواکي ملا محمد عمري ويلي، چې ناټو دغه کسان په تيروتنه کې وژلي او پر دوی باندې يې د وسله والو مخالفينو ګمان کړی و.
نوموړې زياته کړې، چې په وژل شوو کې درې تنو وسلې درلودې او د ښکار لپاره غرنيو سيمو ته تللي وو. عمري زياته کړه،چې په دغه سيمه کې د ښکار کول منع شوي دي خو دغه خلک غريب وو او په مياشتو مياشتو غوښه نه ورته رسيده له دې امله په ښکار وتلي وو. د نوموړې په وينا په وژل شوو کې يو پلار ، 12 کلن زوی او 13کلن وراره يې يو ځای وژل شوي دي.
 د ناټو ځواکونو تر اوسه  د پېښې په هکله پټه خوله دی. د پاملرنې وړ ده، چې ډېر ځله داسې پېښ شوي، چې د ملکي خلکو په وژنه کې بهرني ځواکونه خپله پړه مني، خو ځينې افغان چارواکي د غوړه مالۍ له مخې ورته په اصطلاح توجيه کوونکي ﻻيل وړاندې کوي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې دملکي خلکو وژنو کچه زياته شوې، چې يوازې په کونړ وﻻيت کې 64 تنه ملکي خلک په څلورو ورځو کې ووژل شول.