
د تير کال د ډسمبر
په26 مه او 27 مه نېټه د
افغانستان ، پاکستان او ترکمنستان
ولسمشرانو ، د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې ګډه غونډه درلوده. په دې
غونډه کې د افغانستان له ﻻرې پاکستان او
وروسته نورو ځايونو ته د ګازو د نلليکې د غځولو پرېکړه وشوه.
دغه نلليکه، چې
اوږدوالۍ به 1500 کيلومترو ته ورسيږي او د جوړيدو لګښت يې دوه ميليارده ډالره اټکل شوی،
په کال کې به د30 ميلياردو مکعبو د ګازو د انتقال
وړتيا ولري.
د رېپوټونو له مخې داسې
ښکاري، چې په دې دريو واړو هېوادنو کې سياسي وضعيت ډاډمن نه دی او همدا راز له مالي پلوه هم ستونزې رابرسيره کيږي . له بل پلو د هند په شان
يو هېواد ، چې په سيمه کې يې اهميت زيات دی او هم يې د ګازو د نلليکې سره علاقمندي
شته ، په دې پروګرام کې کې نه دی بلل شوی.
کارپوهان په دې اند
دي ، چې د دغو مشکلاتو له مودجوديت سره به د دې لويې پروژې پيل کيدل به ډېر شا ته
وغورځول شي.