دفاع وزارت : هلمند کې 7 تنه وسله وال وژل شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې نن ورځ، د هلمند وﻻيت د ګرشک په ولسوالۍ کې د اوو تنو وسله والو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی دی.
خبر زياتوي ، چې دغه عمليات د ناټو ځواکونو سره په ګډه تر سره شوي او په لړ کې يې دوه  تنه نور وسله وال ټپيان شوي او يو تن بل نيول شوی دی. دفاع وزارت  د عملياتو په لړ کې د وسلې ، مهماتو او په ﻻس جوړ شويو بمونو د نيولو رېپوټ هم ورکوي.
تر اوسه د طالبانو لخوا د دغه عملياتو په هکله څه نه دي ويل شوي. د يادونې وړ ده، چې د ارقامو په وړاندې کولو کې تل د حکومت او مخالفينو تر منځ يې توپير زيات وي.