کندهار کې چاودنه شوې

نن ورځ سهار مهال د کندهار په سپين بولدک کې چاودنه شوې، چې له امله يې 24 تنه ټپيان شوي ، چې 16 تنه يې ملکي خلک دي.
په کندهار کې د امنيې قوماندان عبدالرزاق ، خبري رسنيو ته ويلي، چې چاودنه په داسې يوه موټر کې رامنځته شوې،چې له چاوديدونکو توکو ډک و.