دآيساف ځواکونو او ملي دفاع وزارت لخوا د غازي اباد د پيښې د څيړني په موخه بل پلاوى هم دې ولايت ته رارسيدلي .

کونړ
پلاوى چې مشري د پيټرايوس استازي بيسټ کوله د کونړوالي الحاج سيد فضل الله وحيدي اود ولسمشر له لوري د راغلي پلاوي سره وکتل او ويې ويل، چې غواړي د د ولايت مقام اود ولسمشر لخوا د ټاکل شوي پلاوى سره په ګډه باندي ددغه عملياتوپه سمه توګه څيړنه وکړي او مالومه کړي چې په عملياتو کې څومره بيګناه ولسي وګړي وژل شوي دي . 
د کونړوالى د دوي له راتګ څخه مننه وکړه او وويل چې دوی سيمي ته پلاوي ليږلي او د سيمي خلک يې هم رابللي ترڅوکره شميره د قربانيانو ترلاسه کړي .
دولسمشر له لوري راغلي پلاوي هم په خپلو خبروکې وويل ترهغي به دوی څيړني وکړي، چې ترڅو يې د ولسې وګړو د مرګ ژوبلې کره شميره نه وي ترلاسه کړي . دوی زياته کړه ترلاسه شوي ټول ټول مالومات به د هيواد د ولسمشرمخې ته وړاندې کوي ترڅو په راتلوونکې کې ددغه شان عملياتو مخه ډب کړي ديادونى ده چې .دغازي ابآد ولسوالۍ په  عملياتو کې په روغتون کې د ټپيانو پوښتنى ته د ملې شورى غړي او د آيساف استازي ورغلي وو .
په پلاوي کې په ملې شورى کې د کونړد خلکو استازي حاجي صالح محمد صالح او استاد رفيع الله حيدرى ،  د آيساف او ملې اوردو استازي شامل ؤ دوی وويل له مرکزڅخه په همدي موخه راغلي ترڅو مالومه کړي چې په عملياتوکې څومره اولسې وګړو ته مرګ ژوبله اووښتي .