افغان کرکټ بورډ اجراييوي مشر د ننګرهار نړیوال سټډيم ليدنه وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ رسنیزه خبرپاڼه:
الهام ياسيني
پرون ورځ د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر محترم نسیم الله دانش د کرکټ د ودې او پرمختګ  د پلانونو په اړوند ننګرهار ولایت ته سفر درلود، نوموړی وايي چې په ننګرهار کې په رېښتیا سره کرکټ د ځوانۍ په مرحله کې دی ښاغلي د غازي امان الله خان په ښارګوټي کې د ننګرهار د نړیوال کرکټ سټډیم لیدنه  هم وکړه.
 
ښاغلي دانش وايي چې د ننګرهار په نړیوال لوبغالي کار ډېر په چټکۍ  روان دی او د ښاغلي  حاجي نجیب زراب جوړنې شرکت مسؤل ورسره ژمنه کړي چې ډېر ژر به یاد نړیوال سټډیم  د کرکټ لوبو ته خپله غېږه خلاصه کړي. همدارنګه افغان کرکټ بورډ په پام کې لري چې د ننګرهار په نړیوال کرکټ سټډیم د برېښنا( لایټنګ) سیستم د کرکټ په نړیوالو معیارونو جوړ کړي په کوم چې د پنځه لکو ډالرو پورې مصرف راځي.
د بلې خوا د حاجي نجیب زراب د جوړونې شرکت چې د ننګرهار کرکټ نړیوال سټډیم د جوړونې چارې پر مخ بیايي وايي ((موږ په پېل کې ژمنه کړي و چې په لومړي فیز کې به د ۷۰۰۰تماشه چیانو لپاره د ناستې ځای جوړ کړل شي خو اوس چې ګورو په ننګرهار کې کرکټ ډیر مینوال لري نو پریکړه مو وکړه چې د ۱۴۰۰۰ کسانو لپاره د ناستې ځای جوړ کړو)).

همدارنګه د کرکټ بورډ اجرایوي مشر په ننګرهار کې د ( شهید عبدالقدیر او ننګرهار هستي ګل عابد) کرکټ د اکاډمیو څخه لیدنه وکړه چې په سلګونو کرکټ لوبغاړي پکې په تمرینونو بوخت دي، ښاغلي دانش وايي ( ډېر زیات خوښ شوم چې په دې اکاډمیو کې مې په سلګونو لوبغاړي د تمرین په حال ولیدل،  همدا د کرکټ هڅې  به ملي لوبډلو ته پیاوړي لوبغاړي ورکوي او د افغان ولس لپاره به د لاسته راوړنو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.
افغان کرکټ بورډ د  ملي سوداګر حاجي نجیب زراب  څخه ډیره مننه کوي چې په دې ښارګوټي کې ۳۵ جریبه مځکه د کرکټ بورډ لپاره د ننګرهار ملي سټیډیم په نوم کړي او همدارنګه د معنوي او مالي ملاتړ څخه همېشه منندوی دي.
د افغان کرکټ بورډ د پرمختګ څانګې مسؤل ډاکټر نور محمد مراد  په دې سفر کې د ښاغلي دانش سره ملګری و، نوموړی وايي ((د ننګرهار کرکټ نړیوال سټډیم باندې کار ډېر ښه روان دی او موږ به دا سټډیم په معیاري لایټونو او معیاري پیفلین سنبال کړو، همدارنګه نوموړی وايي چې په ۲۰۱۲ز کال به د کرکټ د لوبغاړو لپاره پکې یو معیاري سومنګ پول او معیاري جیم جوړ کړل شي)).
افغان کرکټ بورډ چارواکو په دې سفر کې هغه دوه لوبغالي چې سبا نه بل سبا پکې د ۲۰ ولایتي غوراوۍ سیالۍ ترسره کیږي لیدنه وکړه چې هر ورځ به یوه لوبه د مارکو او بله لوبه د بهسودو لوبغالو کې ترسره کیږي.
افغان کرکټ بورډ په پلان کې لرې چې په ننګرهار کې د ملي لوبډلو لوبغاړو لپاره یوه معیاري اکاډمي په دې کال کې جوړه کړي چې ان ډور او اوټ ډور به وي خو کرکټ بورډ د دې لپاره مځکې ته اړتیا لري چې د جلال اباد په ښار کې دننه وي او هر کله چې اړونده دولتي اداري ورته د اکاډمۍ لپاره د مځکې اسناد وسپاري نو افغان کرکټ بورډ به یې په جوړولو کار پېل کړي .
 
About us: The Afghanistan Cricket Board is the governing body for the game of cricket in Afghanistan and an Associate Member of the Asian Cricket Council and Affiliate Member of the International Cricket Council.
Media Contact:
Contact:  Ilham Yasini
Afghanistan Cricket Board Media Department
Email: acb.media@afghancricket.af  or  afg.cricket.media@gmail.com
Tel: +971509279870      --  +93 (0)789 067 729-- +93 (0)794032340