
د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت د روسيې له مقاماتو غوښتنه کړې، چې له ليبيا څخه
د د تاجکي اتباعو په رايستلو کې ورسره مرسته وکړي.
د ريانوستي خبري رسنۍ د رېپوټونو له
مخې د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت يوه تن چارواکي دولت نذيروف له روسيې څخه هيله
کړې او ويلي : څرنګه چې په ليبيا کې د فبروري د مياشتې له نيمايي څخه په دغه هېواد
کې بې نظمۍ رامنځته شوي او د بهرنيانو ژوند ته هم ګواښ دی، تاجکستان غواړي چې
روسيه دې د دوی د ښاروندان په بهر کولو کې مرسته وکړي. نوموړي زياته کړې، چې په
ليبيا کې د دوی استازيتوب کوم ارګان نشته
او په مصر کې د تاجکستان سفارت نشي کولی په ليبا کې له خپلو اتباعو سره اړيکې
ونيسي.