د ښاروالۍ  ۸۴ تنه ګواښل شوي او دندي يي پري ايښي دي

   د كندهار ښاروالۍ ۸۴ تنو دندي پرې ايښي او نامعلومو كسانو  په وژلو ګواښلي دي . كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي وايي چي د كندهار ښاروالۍ ټول تشكيل ۱۱۹ تنه دى  خو اوس يوازي ۳۵ تنه په كار بوخت او تللي ۸۴ تنو ته د وژلو ګواښونه كيدله .
ښاروال زياتوي چي د څه مودي راهيسي يي په كندهار كي د  زورواكانو له لوري د غصب شوو ځمكو  د خلاصولو لړۍ پيل كړي ده چي تر يو ځايه يي ځمكي هم د زورواكانو له منګولو ژغورلي دي نو ددي دپاره چي غاصبين د كندهار ښاروالۍ كاركوونكي وويروي هغوى ته يي  د مرګ ګواښ كړى دى او دې ته يي مجبوره كړي دي چي دندي پريږدي نو اوس هم هغوى دندي پرې ايښي او يوازي ۳۵ تنه چي د ښاروالۍ د كارونو دپاره بسنه نه كوي په دندو بوخت دي .
ښاروال وايي  كلك هوډ يي كړى دى  او تر هغه چي يوازي په ښاروالي كي پاتي وي او په ښكاره ډول وژل كيږي هم خو غصب سوي ځمكي به د زورواكانو له منګولو خلاصوي .
دا په داسي حال كي  ده چي په روان هجري لمريز كال كي د كندهار ښاروالۍ دوه مرستيالان عزيزالله يارمل او نوراحمد نظري هم د ښار په منځ كي په ډزو وژل سوي او څه موده مخكي  د كندهار ښاروالۍ د اتمي ناحيي مدير هم تر وسله وال بريد لاندي راغى او ټپي سو ،  خپله كندهار ښاروال هم څو ځله تر بمي چاودنو لاندي راغلى خو روغ تري وتلى .
ددي سره تر خوا په كندهار ښار كي نور په لسګونه دولتي كاركوونكي هم وژل سوي او ځينو ته يي د دندي د پريښودو ګواښونه هم سوي دي .