
په كندهار كي بهرنيو ځواكونو او پوليسو د كندهار
د ښووني او روزني رياست اړوند د ميرويس نيكه د عالي ليسي سرښوونكى ، زده كوونكي او
ملازمين وهلي او ډبولي دي .
د حاجي ميرويس نيكه ليسي سرښوونكى سلطان
محمد وايي چي سهار لس بجي يي ښوونځى ته په ناڅاپي ډول بهرني سرتيري او پوليس ننوتل
او سمدستي يي د ليسي د ملازمينو ، زده كوونكو او سرښوونكى په وهلو لاس پوري
كړ او و يي ډبول .
سلطان محمد وايي چي پوليسو سپكي سپوري هم ورته
وويلي او ويل يي چي ستاسو له مكتبه زموږ موټرونه په ډبرو وويشتل سوه .
سلطان محمد وايي هر څه يي هڅه وكړه چي په اداره كي
به په ارامى سره ستونزه حل كړي خو هغوى يي خبره ونه منل او د سپكو سپورو د ويلو تر
څنګ يي خپله دى ، زده كوونكي او ملازمين وډبول .
ددي ليسي اداري او ښوونكو دا مهال احتجاج كړى او
وايي چي د خبري سپيناوى ونه شي درسونو ته به حاضر نه سي .
د كندهار د پوهني ريس نجيب الله احمدي هم د پيښي
پخلى كوي او وايي چي په دي اړه يي پلټني پيل كړي دي .
ومو غوښتل چي د بهرنيو سرتيرو سره د
مل پوليسو د كړني په اړه د كندهار د امنيه قوماندان سره هم وږغيږو خو سكرتر يي
وايي چي قوماندان صاحب په مجلس كي دي .
د كندهار د پوليسو د ۴۰۴
ميوند زون قومانداني د پيښي څخه ناخبري ښيي او وايي چي كله يي موضوع روښانه
كړه نو د رسنيو په واك كي به يي وركړي .
په كندهار كي د ايساف قوماندانى په دي هكله څه نه
دي ويلي .
ميرويس نيكه عالي ليسه د كندهار ښار په
شپاړسمه امنتي حوزه كي د سرحدي پوليسو د قوماندانۍ شاته د يوه عمومي سړك پر غاړه
موقيعت لري چي ډير وختونه يي مخي ته د بهرنيو ځواكونو موټريز كاروانونه تګ
راتګ كوي