
د
خوست اوسيدونكو د هيواد په بېلابېلو ولايتونوكې د وروستيو پېښوله امله د سلګونو
خلكوپه وژنه خواشني څرګنده كړه، او په همدې مهال يې له دولت ګيله وكړه چې د ناټوپه بمباريو او د وسله
والوطالبانو په ځانمرګوبريدونو كې نږدې پېنځه سوه كسانوته مرګ ژوبله واوښته خو
دولت يې په غم كې د ماتم اعلان ونه كړ.
دوى
ملي شورا هم په دې پړه وبلله چې د ولس په غم كې نه دي او يواځې شخصي ګټوته وفادار
دي، كنه دوى به د ولس په مرګ ژوبله خوشني څرګنده كړې وه.
دا غونډه چې د خوست د ځوانانو كميسيون له خوا
جوړه او په خوست كې د شته ادبي ټولنو، فرهنګي كړيو او د مدني ټولنواستازيو پكې
ګډونه كړى وو، د هغوملكي وګړو په مرګ ژوبله د ژورخفګان څرګنده ونه كړه چې په دې ورستيوكې په كندهار، خوست، كنړ، ننګرهار
او كندز ولايتونوكې د وسله والوطالبانو په ځانمرګوبريدونو او د ناټوپه هوايي
بمباريوكې ورته مرګ ژوبله واوښته، ګډونوالو وويل چې د دې پېښو له امله نږدې پېنځه
سوه كسان ټپيان او ووژل شول او ترڅنګ يې په سلګونوماشومان بي سرپرسته، ګڼ شمېرخلك
معيوب او په لسګونوميرمنې كونډې شوې خو دولت يې په اړه خفګان هم ښكاره نه كړ، د
ګډونوالو په خبره كه د نړۍ په نورو هيوادونو كې په يوه وخت لس كسان هم ووژل شي،
دولت يې په خفګان كې ملي ماتم اعلانوي خو زموږ دولت د سلګونو كسانو په وژل كيدو هم
څه نه كوي، پكار خو دا وه چې دولت بايد د ملي ماتم اعلان كړى وه، دوى ملي شورا هم
پړه وبلله چې يواځې د شخصي ګټوپه لټه كې
دي او ولس يې هيركړى دى.
د
غونډې ګډونوالو پر ولسمشر كرزي هم نيوكې كولې چې ژمنې يې ډېرې دي خو په عمل كې څه
نه كوي، دوى وويل چې په تېرو نهو كلنو كې ولس مشر له خوست مشرانوسره ژمنې كړې وې
چې د خوست ګردېز لار به جوړه وي، د غلام خان بندربه په رسمي ډول د ترانزېت په موخه
پرانيزي، هوايي ډګربه جوړه كړي، زده كوونكوته به يې دوه سوه برسونه وركوي اوپه دولتي
اداره كې به لوړې كرسۍ وركوي خو په خبره يې ولس مشر له دې ژمنو يوه هم نه ده پوره
كړې.