تاجکستان کې د اسلامي تبليغ په تور يو ځوان ونيول شو

د تاجکستان امنيتي ځواکونو يو 33 کلن ځوان د اسلامي تبليغاتو په تور نيولی دی. د ايتارتاس خبري رسنۍ د رېپوټونو له مخې دغه ځوان د پلازمېنې دوشنبې  ښار په جوماتونو  کې د اسلامي دولت د رامنځته کولو لپاره تبليغات کول.
د يادولو وړ ده ، چې تيره اوونۍ هم دوه تنه ښځې د تاجکستان د امنيتي ځواکونو لخوا  په همدې تور نيول شوي وې.