نامعلومو وسله والو په کندهار کې یو قومي مشر  وواژه


په كندهار كي نامعلومو وسله والو په کندهار کې قومي مشر  حاجي محمدشاخان سليمانزى چي په اڅكزي يي هم تخلص كاوه وواژه .
پيښه نن سهار نهه بجي د كندهار ښار د شنو ګنبدو په سيمه كي هغه وخت رامنځ ته سوه كله چي نوموړى د بازار په لوري روان وو .
د محمدشاخان اڅكزي ( سليمانزي) نژدي ملګرى شاګران چي نن سهار يي يو ځاى چاى هم سره چښلي وي وايي چي نوموړى په پلي ډول روان وو او دوو موټرسيكل سپرو  ډزي پري وكړي چي ويي واژه .
 په كندهار كي يوي باوري امنتي سرچيني هم د نوموړي د  وژل كيدو خبر تايد وي خو د كندهار امنتي چارواكي په دي اړه معلومات نه وركوي .
وژل سوي محمدشاخان اڅكزي ته نژدي ملګري هم د نوموړي د وژل كيدو خبره كوي دا مهال دوولس بجي  د نوموړي جسد په ميرويس روغتون كي دى او هلته د ولايتي شورا يو شمير غړي هم شته . 
محمد شاخان اڅكزى ولسي جرګي ته نوماند وو خو بريالى نه سو . تر دي مخكي له كندهاره  ولسي جرګي  ته  يو بل نوماند ملاعباس هم په كابل كي په مرموز ډول وژل سوى وو خو په كندهار ښار كي د ولسي جرګي د نوماند د وژلو دا لمړۍ پيښه ده .