
د
(( انټي وار )) خبري رسنۍ د رېپوټونو له مخې، امريکايي جنرال ډېوېډ پيتريوس ، په کونړ کې د ماشومانو د وژنې
مسؤلين د دوی کورنۍ بللي.
رېپوټ
زياتوي، چې نوموړي جنرال په يوه غيرعلني غونډه کې د دې لپاره، چې په نوموړي وﻻيت کې د 64 تنو ملکي
خلکو د وژلو پړه له ځانه ليري کړي ، ويلي
چې په کونړ کې ماشومان ځکه د مور او پلار لخوا سوځول شوي، چې امريکايان بدنامه کړي او د دوی پر
ضد خلک راوپاريږي.
د
يادونې وړ ده ، چې په افغانستان کې د ملکي خلکو د وژنې دا يوازينی پېښه نه ده او
نورو پېښو ته به څه ډول دﻻيل وړاندې شي.