
امریکايي
سرچینو خبر ورکړې دی ، چې هغه امریکايي تبعه ،چې د روانۍ میاشتې پر 21 مه نېټه په لاهور کې نیول شوې دی
نوموړی له
CIA سره کار
کاوه
.سرچینه وايي : ریمونډ ،چې اوسمهال په
لاهور کې زنداني دی دامریکا او پاکستان ترمنځ ېې دیپلوماتیکه ستونزه او کړکیچ رامنځته کړې دی اوس
څرګنده شوې ده ،چې نوموړی ډیپلومات نه ، بلکې دسفارت دمامورینو دساتونکې په توګه
کار کوي
.دریمونډ
ددوسیې په اړه د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او
د وزارت ویاند عبدالباسط له خپلو دندو ګوښه شوې دي .دیادونې ده
،چې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رحمن ملک دبهرنیو چارو پخواني وزیر ته ورغلې و او ورته ېې
ویلې و ، چې ولسمشر غواړي ریموڼد ته ډیپلوماټېکه ویزه ورکړي هماغه و چې قریشي د کورنیو
چارو وزیر او ولسمشر دا غوښتنه رد کړه او همدا ېې دګوښه کېدو لامل شو .قریشي له جیو
تلویزون سره په مرکه کې ویلې و دحکومت بڼه له بهره ډېره ښه ښکاري ، خوپه ار کې داسې څه نشته .