
نن دبرهان الدین رباني په مشرۍ دسولې دعالي شورا
پلاوی ترکېې ته روان شو پلاوی نیت لري ،چې په ترکیه کې له ولسمشر عبدالله ګل ،
لومړي وزیر رجب طیب اردوګان او دبهرنیو چارو وزیر داوود اوغلو او دپارلمان له مشر محمد
علي شاهین سره وګوري .
دا له پاکستان وروسته دسولې دعالي شورا دویم سفر دی ،چې په ښکاره د
سولې په نوم ترسره کیږي پخوا یو شمېر رسنیو داخبرونه خپاره کړي و ،چې رباني دهمدې
شورا په امکاناتو خپل ګوندي کارونه کوي .
دسولې عالي شورا یو بل مقام ویلې دي ، چې دوی نیت
لري ګوانتنامو ته ولاړ شي او هلته له بندي طالب مشرانو سره وګوري .