د افغان کرکټ بورډ عمومي مشر افغان ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله ونازوله

د افغانستان کرکټ بورډ رسنیزه خبرپاڼه:
د افغانستان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال نن د مالي وزارت د غونډو په تالار کې د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله د هغوی د اسیايي هیوادونو د کرکټ د ایلیټ جام د اتلولۍ په مناسبت تشویق کړل او هر لوبغاړي ته یې ۴۵ زره افغانۍ انعام ورکړ.
محترم زاخېلوال د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي  لوبډلې دا غټه لاسته راوړنه د افغانستان ولس ته ستر ویاړ وباله، همدارنګه یې ټول د کرکټ لوبغاړي او ځوانان تشویق کړل چې د کرکټ د لوبو تر څنګ دې زیات وخت د علم زده کړې ته ورکړي چې په ټوله نړۍ کې دا وښايې چې افغانان ټول استعدادونه لري.

همدارنګه د لوبغاړو څخه یې وپوښتل چې په هره برخه کې کومه ستونزه لري نو هر وخت کولای شي چې ما پرې خبر کړي او ټولو لوبغاړو ته یې ډاډ ورکړ چې افغان کرکټ بورډ به ډېر ژر ۱۹ کلنو څخه کم عمره او الف لوبډلو لپاره تنخواګاني وټاکي چې په راتلونکي کې د دوې اقتصادي ستونزي حل کړي.
په دې غونډه کې د افغان کرکټ بورډ اجرایوي مشر نسیم الله دانش هم وینا وکړه او لوبغاړو ته یې ډاډ ورکړ چې په ۲۰ ورځو کې به دوی ته معاشونه وټاکل شي، ښاغلي دانش زیاته کړه چې د  افغان کرکټ بورډ سره د اتصالاتو مخابرتي شرکت ژمنه کړي د افغان الف او ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلو لپاره معاشونه ورکړي.
په پای کې  محترم زاخېلوال د لوبغاړو د راتللو او لوی بري څخه مننه وکړه چې د افغان ولس لپاره یې د اسیا په کچه راوړي او ‍په راتلونکې کې تشویق کړ چې د افغان ولس لپاره لاسته راونې نورې هم ډیرې کړي او په همدې کې فکر وکړي چې څنګه دا ۳۰ کلن کړیدلي ولس ته خوښي راوړي.
 About us: The Afghanistan Cricket Board is the governing body for the game of cricket in Afghanistan and an Associate Member of the Asian Cricket Council and Affiliate Member of the International Cricket Council.
Media Contact:
Contact:  Ilham Yasini
Afghanistan Cricket Board Media Department
Email: acb.media@afghancricket.af  or  afg.cricket.media@gmail.com
Tel: +971509279870
+93 (0)789 067 729
+93 (0)794032340