د خبرو مهارت/ بیان فن څومره مهم دی؟

داسې خبرې دې وشي، لکه باران چې د وچې ځمکه تنده ماتوي.
«غوټه چې په لاس خلاصېږي، خولې ته اړتیا نشته». زموږ ډېریو ستونزه دا ده، چې د جوړجاړي له لارې مسایل نه حلوو، ستونزې د دې پر ځای چې خلاصې کړو نور غوټې او ولونه هم وراچوو، پېچوو یې، چې بلاخره هم ځان هم بل ناراحت کړو. ښه نو اوس به ځینې وایي چې جوړجاړی له کومې لارې او څنګه رامنځته کېږي؟

 ځواب یې دا دی، چې جوړجاړی یوازې او یوازې د پوهولو او راپوهولو له لارې رامنځته کېږي چې هغه مناسبې او په وخت خبرې دي. هغه انسان چې له خبرو سره پام نه کوي او د خبرو او کلمو اغېزې ته په عادي نظر ګوري تر نورو له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان وي. یوه پر ځای خبره زړونه ګټي، باورونه رامنځته کوي، د کینې او نیت بدۍ کړکۍ بندوي، ستاسو پر وړاندې ناسم تصورونه او فکرونه کنټرولوي، برعکس له خبرو سره نه پام او بې‌باکه غږېدل په زړونو کې د نفرت تخم شیندي، فولادي باورونه لکه موم ویلي کوي، مینه په کینه او حتی عقده بدلوي، خلکو ته مو تر پام د نړۍ یو ناوړه انسان تر سترګو ور ولي. 

خبرې یوازې کلمې نه، بلکې مرمۍ دي؛ نو اړینه ده چې نهایت پام ورسره وشي، بلخوا خبرې ملغلرې دي که یې ګډوډې سره وپېیو امېل ته د ښکلا  پر ځای بدرنګي ورکوي؛ نو اړینه ده چې هره ملغلره په منظم شکل پخپل ځای کې وکاروو. ځينې وخت نور زموږ له خبرو ناسم برداشت کوي، زموږ موخه او فکر هاغسې نه وي، څنګه چې زموږ د خبرو پر اساس مقابل لوری قضاوت کوي دا سمه ده چې یو څه ستونزه به د مقابل لوري وي؛ خو تر ډېره موږ باید خپل ځان ته د ملامتیا ګوته ونیسو، په غوره ډول خبرې کول خپل احساسات، فکرونه، هیلې او لیدلوري په سم ډول نورو ته رسولی شو؛ خو دا هغه وخت امکان لري، چې موږ د وینا- خبرو کولو زبردست فن او مهارت ولرو. د خبرو مهارت یوازې د رهبرانو، سیاستوالو، اقتصادپوهانو، لیکوالو او سوداګرو لپاره اړین نه دی، بلکې هر هغه انسان چې د سالم عقل څښتن وي او خبرې کولی شي نهایت اړین دی، ځکه د انسان د اړیکو برخه حتی ټوله په خبرو اترو ولاړه ده.

ښې خبرې کول هم فن دی هم مهارت، یعنې هم فطري دی هم کسبي؛ ډېر به مو داسې کسان لیدلي وي، چې یو وخت یې د دوو کسانو ترمخ خبرې نه شوای کړای؛ خو اوس د سلګونو کسانو په مخکې په جرات او ډاډمنه توګه خبرې کوي؛ نو دې مسلې ته په کتو باید پدې پوه شو، چې د ښو، غوره او اغېزناکو خبرو طریقه د تمرین او ځانګړو تګلارو په مرسته زده کېدای شي.

دا چې «چېرته، څنګه خبرې وکړو؟» دا موضوع ډېره مهمه ده یعنې هر انسان باید د مقابل لوري وضعیت، حالاتو او د هغه ځانګړنو ته په کتو هماغسې خبرې وکړي که چېرته داسې خبرې وشي نو حتما به په مقابل لوري اغېز ښندي او ستاسو احساسات به په غوره ډول درک کړي بلخوا د خبرو کولو مهارت یوازې د الفاظو ویل نه دي، بلکې غوږنیول یې هم مهمه برخه ده، که موږ یوازې لکه ماشین چالان یوو او د بل چا خبرو ته غوږ نه نیسو دا کس یو غوره ویناوال یا خبرې کونکی نه دی، انسان ته ځکه دوه غوږونه ورکړل شوي، چې ډېر واوري او ځکه یوه ژبه- خوله ورکړل شوې، چې د اورېدو په پرتله لږې؛ خو اغېزناکه او پرځای خبرې وکړي. نو د خبرو مهارت ډېر اړخونه او باریکۍ لري، ځینې بیا دا فکر کوي چې که سختې کلمې وکاروي، نو ځان پوه وښيي؛ خو د ویناپوهانو په اند غوره ویناوال، ویاند او خبرې کونکی هغه دی، چې عام‌فهمه او د خلکو وضعیت او پوهې ته په کتو خبرې وکړي، له دې ورهاوخوا په دې باید ځان پوه کړو، چې له چا سره او په کوم وضعیت کې خبرې کوو. ځکه هر اورېدونکی جلا ذهني- فکري سطحه او وضعیت لري، باید د هغوی له پوهې، تجربې او احساساتو سره ځان برابر کړي، څو مقابل لوری په ښه ډول پرې پوه شي او خپل احساسات او افکار په ښه ډول انتقال کړي. ډېر به مو لیدلي وي چې له ملګرو سره یې رسمي خبرې شروع کړې وي او په رسمي ځای کې یې بیا غیررسمي یا دوستانه خبرې شروع کړې وي، له مور و پلار، کورنۍ، مېرمنې، خپلوانو، د دفتر له همکارانو، سیاسیونو، مدیرانو، ناپېژاندو او پېژاندو سره باید موږ د خبرو طرز او طریقه زده کړو، چې دا مسله نهایت مهمه او د ژوند لوری مو ورسره تغیرېدای شي. 

د خبرو اوږدول یا د یوې جملې هدف پر ځای لس جملې ویل یوه بله عامه ستونزه ده، چې زموږ و ستاسو په ټولنه کې تر سترګو کېږي ډېری خلک خبرې اوږدوي، ها غر دا غر درته ولي، د کیسې سر او پای یې معلوم نه وي، هدف پکې ورک شي، پیغام او موخې پکې سر خوړلی وي چې بالاخره مقابل لوری ستړی او د غوږ نیولو زغم یې پای ته رسېږي غوره ویناوال- خبرې کونکي هغه دي، چې په کمو ټکو کې ډېر مفهوم راونغاړي او په زبردست او واضح ډول یې تر مخاطب ورسوي. په دې تمه چې ستاسو خبرې یوازې د خلکو غوږونه نه، بلکې زړونه هم لمس کړي.