رسنۍ د کلتور او ټولنې روح دى، ځکه د ټولنې په جوړولو او ويجاړولو کې ستره برخه لري او د وخت په تېرېدو سره رسنيو د ژوند هر اړخ تر خپل اغيز لاندې راوستى دى.
او اوسمهال خو رسنۍ د ژوند لپاره يو اړين توکى بلل کېږي او له همدې امله ورته د ټولنې ژباړونکى ويل کېږي، د رسنيو پرته انساني ژوند ناپوهه، تياره او بې خونده پاتې کېږي.
په اوسني دور کې تاسو د رسنيو ارزښت اټکل داسې کولاى شئ چې که رسنۍ او د پيغام نورې لېږدونکې وسيلې له خپل ژوند نه وباسئ، نو ژوندون به څو سوه کاله په شاتګ وکړي او د دې وسايلو په نه کارولو سره به زمونږ اړیکې له نورې نړۍ سره وشلېږي او زمونږ ټوله پوهه به تر ځان او ملګرو محددوه شي.
رسنيو د ځمکو تنابونه رالنډ کړي، لږ به داسې څوک پيدا شي چې هغه دې د ملي او نړيوالو خبرونو او مالوماتو بې برخې پاتې شي، بلکې دومره مالومات به واخلي چې په ليکلو به يې ستړى شي نړیوالې رسنۍ څلرويشت ساعته لګيا دي تازه مالومات راټولوي او تر مونږ يې رارسوي، رسنيو دومره پرمختګ کړې چې د نړۍ په هر ګوټ کې پېښه وشي، نو د سترګو په رپ سره ترې نوره دنيا خبره وي پېښه تر هماغه ځاى محدوده نه پاتې کېږي.
اوسنى دور د رسنيو دى په نه دی کې په زرګونه مجلې، په لکونه مجلې، جریدې او کتابونه هره ورځ له چاپه را وځي او د راديو تلويزون خو څه کوې هغه خو زمونږ په ژوند کې دومره برخهوال دى، لکه د کور وګړى او تليفون خو لا پرېږده ځکه په کور کې ناست يو او د نړۍ په هر کونج کې د خلکو سره پرې خبرې کړو، په موږ کې زياتره خلک خپل ډېر وخت د رسنيو سره تېره وي، ځکه چې ټولنيزو رسنيو وسايل زموږ د ژوند دښه کولو په هڅه کې دي او نه يوازې چې تازه مالومات راکوي، بلکې موږ له هغو پيښو خبره وي چې راتلونکې وي، لکه زلزله، ناروغۍ، ورښتونه او سيلابونه او د چاپيريال چټلوالى او داسې نور د دې لپاره چې مخنيوى يې وشي.
رسنۍ د دولت او ولس ترمنځ د پول مثال لري ځکه د دولت دريځ کړنلارې او پرېکړې تر اولس رسوي او د اولس غوښتنې د رسنيو د لارې د دولتي چارواکو تر غوږونو رسوي او بېرته پرې څار هم کوي چې د ولس غوښتنو ته څومره رسيده ګي شوې او هغه څه چې ددولت لخوا وړاندې شوي اولس څومره منلي او پر ځان يې عملي کړي دي له پورتني بحث څخه دا پايله لاس ته راځي چې په نړۍ کې هره ټولنه رسنيو ته اړتيالري او له رسنيو پرته سياسي،تعليمي،ټولنيز او اقتصادي پرمختګونو خوب ليدل له شرمه ډک تعبير لري.
مطلب رسنۍ نن سبا د هر چا اړين ضرورت دى، هغه که ځوان، بوډا، نر ښځه، ماشوم، لوستى، نالوستى، غريب او که شتمن وي هغه که مزدور کار وي که چارواکى يا سياسدان که ورزشکار وي او،که فلمي لوبغاړى مطلب ژوند يې بې د رسنيو بې خونده او نه تېرېدونکى.
د رسنیو ډولونه:
1ـ ورځپاڼه.
2ـ مجله.
3 ـ جريده.
4 ـ کتابونه.
5 ـ ډايجيسټ.
6ـ راديو.
7ـ ټيپ ريکاډر.
8ـ تلويزون.
9 ـ ډش انتن.
10 ـ انټرنېټ.
وروستي