نيونازيزم څه شی دی؟

له دويم نړيوال جنګ او د هيټلر له ماتې وروسته هغه باورونه ، ايډيالوژي او خوځښتونه چې د نازيانو په شان يو ډول تفکر لري او د هغو باوراو ايډيالوژي پراخوي، په اوسني دور کې یې په نوې بڼه د راټوکولواو بيا احيا کوشش کېږي چې نيونازيزم بلل کېږي او نن سبا يوه نړيواله مسئله ده، په زياتره هېوادونو کې په ټولنيزو رسنيو کې ليدل کېږي چې تبليغات کېږي، نفرتونه زېږوي او د توکم پالنې، نژاد پالنې، بدبينۍ، او مذهبي تعصباتو پربنسټ ولاړ پروپاګندونه خپرېږي او همدارنګه هغه کارونه چې د دويم نړيوال جنګ لامل شول او هم د نازي جرمني د وژنو او ويجاړيو او د ميليونونو انسانانو وژنو ته توجيه ګانې لټوي او يا پرې افتخار کوي دا ټول د نيونازيزم په خوځښت کې شامل دي. په اروپا او شمالي امريکا کې ددې خوځښت ډېر لارويان شتون لري او له حکومتونو څخه په پټه د خلکو د اذهانو د مخشوشولو او (برين واش) هڅې کوي.
 
د نازي تفکر پر وړاندې او ددې خوځښتونو د پراخېدلو پر وړاندې سند څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لخوا تصویب شو. ۱۱۸ هیوادونو په غیر مشروط ډول هر ډول نژادي تبعیض، نازیزم او د دويمې نړیوالې جګړې لامل (هېټلر او دده ګوند) وغندل او ددې ګوند هر ډول توجیه کول یې ناقانونه وګرځول. ۴۹ هیوادونو بيا ددې  پریکړه لیک متن ته د مثبتې رایې له ورکولو څخه ډډه وکړه.
 
ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته د پرېکړه ليک د سپارلو هېواد روسیه وه. د نازیزم په وړاندې د مبارزې پر ملاتړو هېوادونو کې ورسره  چین، بیلاروس، سوریه، مصر، شمالي کوريا او د نړۍ  نور هیوادونه ولاړ وو. ډیری هیوادونو د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د ډله ييزې نسل وژنې پایلې تجربه کړې دي . د بېلګې په توګه، روسيې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال ۲۷ مليونه انسانان له لاسه ورکړل، د چين د اشغال پر مهال جاپانيانو له ۳۰ ميليونو زيات ځايي اوسېدونکي ووژل.
 
په متن کې په دې ټينګار شوی وو چې د دويمې نړيوالې جګړې واقعيتونه هيڅ ډول نشي هېرېدلی او تصویب شوی پریکړه لیک په بشپړه او پرېکنده توګه د نازیزم، توکمیز تبعیض، او د نازي جرمني په ګټه دویمې نړیوالې جګړې د پایلو توجيه کول غندي.
 
د قرارداد په مخالفانو کې . امریکا، بریتانیا، اوکراین، فرانسه، کاناډا، بلجیم، چک جمهوریت، فنلېنډ، ګرجستان، هنګري، ایرلنډ، پولنډ، مالدووا، سلوانیا، هسپانیا او نورو د نيو نازیزم د خوځښتونو له غندلو ډډه وکړه.  په داسې حال کې چې ډیری دا هېوادونه هم د نازي آلمان او د هغې د متحدینو د کړنو له امله د نه جبرانېدونکي زیانونو سره مخ شوي وو.
 
د بېلګې په توګه په دوهمه نړيواله جګړه کې د امريکا، بريتانيا او فرانسې ټولټآل شاوخوا ۱.۵ ميليونه وګړي د نازيانو لخوا ووژل شول ، نږدې ۶ ميليونه پولنډيان د جرمني د اشغال پر مهال له منځه لاړل او  همدارنګه د نورو هېوادونو په لسګونو او سلګونو زره وګړي چې دلته یې يادونه ډېره ضروري نه ده.
 
نازیانو نه یوازې د سیمه ایزو خلکو، بلکې د ټولو هیوادونو ملي میراثونه - د دوی تاریخ، کلتور، اقتصاد ور ویجاړ کړ. یوازې په اروپا کې، نازیانو ۲۵ ملیونه د استوګنې ودانۍ، ۱۵ ملیونه صنعتي شرکتونه او عامه ودانۍ  له خاورو سره خاورې کړې، او ۲۰۰ زره کیلومتره د اورګاډي پټلۍ یې ویجاړې کړې. په ټوله نړۍ کې ميليونو خلکو خپل عزیزان له لاسه ورکړل، کډوال شول او د ژوندي پاتې کیدو لپاره د نړۍ له يوه ګوټ څخه بل ګوټ ته بې ځايه شول.
 
نړۍ بیرته عادي حالت ته راګرځېدلو باندې لسیزې وخت ولګېد. د ملګروملتونوپه عمومي اسمبلۍ کې د پريکړه ليک مخالفينو هير کړل چې د دويمې نړيوالې جګړې په وخت کې ټولو يو ګډ دښمن درلود او د ګډو هڅو له لارې يې ماتې ممکنه وه. نن ورځ د دوی لخوا له نيو نازيزم څخه بل تعريف په دې معنی دی چې یو ځل بیا نړۍ په خطر کې واچوي. او هر څه د سیاسي اختلافاتو په لمنه کې ورغورځوي.
 
جوته خبره ده چې د پریکړه لیک له ملاتړ څخه انکار سیاسي وو او د سياسي دښمني له امله یې رايه ورنکړه،. د پرېکړه لیک مخالفانو یو شمېر تعدیلات په لومړيو کې  وړاندې کړل، چې تصویب شول. خو تر دې وروسته هم د امریکا په مشرۍ ۴۹ هېوادونو د دې پر ضد رایه ورکړه. خوشبختانه، د دوی پریکړې په وروستۍ نتيجه اغیزه ونکړه - د عمومي غونډې ډیری برخه اخیستونکي چمتو دي چې په نړۍ کې د نفرت او تاوتریخوالي پر وړاندې هر ډول مقاومت وکړي. په پرېکړه ليک کې له هر ډول توکميز، قومي او مذهبي تبعيض د له منځه وړلو غوښتنه شوې ده.