تمرین څه دی پوهیږئ؟

تمرین څه دی پوهیږئ؟ د یو کار بار بار کولو ته تمرین وایې. څو واره کول؟ ترڅو چي زده شي.

یوه کیسه درته کوم: په ٢٠٠٥ کي  د انډیا او اسټرالیا په لوبه کي بريډ هاک سچین ټنډولکر بولډ اوټ کړ. د ټنډولکر اوټ کول د هاک لپاره ډیره غټه لاسته راوړنه وه ځکه هغه د کرکټ په نړۍ کي نوی وو. د لوبي ختمیدو وروسته هاک بال په لاس د ټنډولکر خواته ورغی او ويې ويل چي ښاغلیه نن زما لپاره ډیره ستره ورځ ده ماته په دي بال لاسلیک وکړه! ټنډولکر بال واخیست او ويې لیکل چي دا ورځ به بیا ستا په ژوندکي  هیڅکله رانشي. نو له دي ورځي بعد دوی ډیري لوبي وکړي خو هاک د ټنډولکر ويکټ وانخیسته ولي ځکه چي ټنډولکر له هغي ورځي بعد ميلي نه کولي شراب یې نه څښل، سندویچ او برګر یې نه خوړل څه یې کول؟ تمرین.
څه یو کار یې وکړ یوازي یوي ليکني ویې لیکل اوس یې باید ثابت کړي وای. نو څومره تمرین به یې کړی وي ددي لپاره چي عزت خراب نشي. نو تاسو هم نن ولیکئ چي زه به له دي کاروباره په راتلونکو ٣ کلونو کي ٣ کروړه لاسته راوړم او ددي خبري د ثبوت لپاره ځان وسوځوه ولیکه چي په راتلونکو امتحان کي به اول نمره کیږم او ددي لپاره دومره تمرین وکړه چي لاسته یې راوړي.

د پابلو پيکاسو نوم به تاسو اوریدلی وي چي ستر رسام وو یوه ورځ په بازار کي روان وو چي يوې مینوالې یې ولید او ورته ویې ویل چي زه ستاسو ډیره غټه مینواله یم ماته یوه رسامي وکړه هغه کاغذ واخیست په ٣٠ ثانیې کي یې ورته رسامي وکړه او ويې ويل چي دا ٥٠ لکه قیمت لري د ښځي باور ونه شو او لاړه دا یې بيه کړ هغو ورته وویل چي دا خو د پیکاسو رسامي ده دا ٥٠ لکه قیمت لري هغه بیرته لاړه او پيکاسو یې پيداکړ هغه ته يې وويل چي تا رښتيا ویلي وو دا ٥٠ لکه قیمت لري هغه وویل چي هو دا ما رسامي کړي دی نو ښځي وپوښتل، چي دا څنګه امکان لري؟ پيکاسو وویل: چي ددي ٣٠ ثانيو لپاره ما ٣٠ کاله تمرین کړی!

نن چي زه په ستیج ولاړ یم تقریباً ١٥ کاله وخت يې ونيو چي دي ځای ته رسیدلی یم، لومړی ځل چي سټیج ته وختم پښي مي لړزیدي دا د تمرین نتیجه ده نو که یې یو تن کولای شي ته یې هم کولای شي په باور سره درته ويلای شم. هر کار چي کوئ د هغه د غوره کولو لپاره دومره تمرین وکړئ چي تر تاسو غوره یې څوک ونه کړي کوم کار چي کوئ او زده مونه وي دومره یې وکړئ چي زده مو شي.