څوک د ملکي وګړيو لپاره د سولې اواز پورته کوي؟

څوک د ملکي وګړيو خبرې اوري؟
څوک د ملکي وګړيو لپاره د سولې اواز پورته کوي؟
 
د هانګ جو د څلورمې دورې د پارا اسيايي لوبو په  ترڅ کې مې د خبريالې په توګه له افغان معلولو لوبغاړو سره مرکې وکړې. دا لومړی ځل  ؤ، چې  ما د افغانستان له معلولينو سره  له نږدې  کتل او له دوی سره د مرکو کولو په ترڅ کې مې د دوی کيسې واورېدې او د دوی د فزيکي معلوليت او ژوند په  اړه مې معلومات تر لاسه کړل. زه ډېر افسوس کوم،  د دوی په اړه ژور احساسات لرم او غواړم چې د دوی لپاره زما نظريې ووايم.
 
د افغانستان د ويلچير باسکېټبال د ملي لوبډلې لوبغاړي مختار  له ما سره د مرکې په وخت کې وويل، چې د افغانستان خلک په جګړو کې ډېر ځپل شوي. زه او زما د لوبډلې زيات لوبغاړي ټول په جګړو کې د بمونو او يا بریدونو له امله ټپيان او معلولين شوي. په افغانستان کې دغه شان خلک ډېر زيات دي.
 
دا سمه ده، چې په افغانستان کې د جګړې له امله په مستقيمه او غير مستقيمه توګه د معلول شويو کسانو شمېر ډېر زيات دی.
افغانستان لسګونه کاله په جګړو کې ځپل شوی . ما چې له افغانو معلولو لوبغاړو سره مرکې کړي، عمر يې له ۲۳ څخه تر ۴۵ پورې دی ټول وايي ، چې له  پیدایښت څخه تر دوو کلونو مخکې په افغانستان کې جګړه هېڅکله نه ده پای ته رسېدلې . لوبغاړي برهان وفا وويل، چې د افغانستان خلک سوله غواړي، سوله  او امنیت د ژوند اړین شیان دي. موږ له جګړې ستړی شوي یو.
 
د يوې شمېرنې له مخې، افغانستان يو داسې هېواد دی، چې په نړۍ کې د معلولينو شمېر پکې تر ټولو زيات دی او څه باندې دوه ميليونو تنو ته رسېږي. د افغانستان د ويلچير باسکېټبال د ملي لوبډلې چارواکي ځواک د دې مسئلې د يادونې په وخت کې وويل، چې په افغانستان کې د زياتو معلولينو لامل جګړه  ده. په لسګونو کلونو جګړه کې ګڼ شمېر خلک د هوايي بريدونو، ګوليو، ماينونو او چاودنو له امله معلول شوي او حتی ژوند یې له لاسه ورکړی، د بدو طبي شرايطو له امله د ناڅاپي پېښو او ناروغيو له امله معلول شوي، خو دا هم د جګړې له امله رامنځته شوي او غير مستقيم زيانونه دي. ځکه چې د جګړې له امله خلک منظم ژوند نه لري، ميندې نه شي کولی په روغتون کې ماشوم  وزېږوي، ماشوم په خپل وخت واکسين نه شي  تر لاسه کولی او داسې نور.
 
د هانګ جو په پارا اسيايي لوبو کې د افغانستان معلول لوبغاړي ډېر د پاملرنې وړ دي. دوی په ګډه د ملي لباسونو په  اغوندلو سره د پارا اسيايي لوبو پرانيستونکو مراسمو ته  راغلل، په خندا او مهربانې سره  د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شول او دوستي یې څرګنده کړه. په سیالیو کې یې د بریالیتوب توده لمانځنه وکړه، د انسانيت سپيڅلي احساسات يې ورته وښودل . دا چارې ټول یو له بل سره نږدې کوي او خامخا زړه راپاروونکي احساسات لري.
 
د افغانستان د ويلچير باسکېټپال ملي لوبډلې لوبغاړي عبدالله باسط هاشمي د لوبغاړو د اوسېدو په ولج کې د چين لخوا توليد شوي ماشين له لارې د لومړي ځل لپاره  ودرېدل او قدم  یې وواهه، معلول  لوبغاړي د هانګ جو پوهنتون ته  لاړل او لومړی ځل يې له روغو کسانو سره د باسکېټبال  لوبه وکړه.، پنځه څلويښت کلن محمدالله احمدي د هانګ جو ښار په پلورنځي کې له چيني ماشوم سره د باسکېټبال لوبه وکړه  ، چې ټول د ماشومانو په شان خوشحاله وو. دوی د هانګ جو په پارا  آسیایي لوبو کې ځانګړې، خوشحالې او نه هيرېدونکې شيبې تېرې کړې او د دوی پر مخ مسکا او خندا ما ته  وایي، چې دوی له دې سفر نه د زړه له کومي خوند واخيست.
 
نن ورځ، د هانګ جو پارا اسيايي لوبې پای ته رسېدلي دي. دغه معلول لوبغاړي، چې په سپورټي چارو کې خپل خوب او اميد پيدا کړی، په زړه ورتوب او خوشبينۍ سره، په فعاله او رغنده توګه ستونزې لرې کوي او پرمختګ کوي.
 
له بده مرغه، لا هم په ځینو ځایونو کې جګړې رامنځته کېږي، چې ملکي وګړي د بمباریو او بريدونو له امله ملکي وګړي ټپيان، معلول او حتی مړه کېږي. د اوسنۍ زمانې جګړې کې ډېرې وسلې کارول کېږي،چې ځینو ته زياتې ګټې  جوړوي،  له همدې امله، ځيني هېوادونه لا هم د جګړې پارولو او ملاتړ کولو ليوالتيا لري. خو په جګړو کې د هغو ملکي وګړو چې ټپيان شوي، څوک اواز واوري؟ او څوک به د دوی لپاره د ښه ژوند غوښتنې وکړي ؟