د کانکور ازموینې پایلې څه ډول چمتو او اعلانېږي؟؟؟

د کانکور ازموینه اووه پړاونه لري، چې له نوملیکنې پیل، د ازموینې شمولیت کارت، بایومتریک، کوډ ریشته، د پوښتنو کتابچې چاپولو، ځواب پاڼې کتلو او پایلو اعلان سره پای ته رسېږي.

ځواب پاڼه د ازموینې ګډونوال  سرنویشت ټآکونکې ده او  دا هغه سند دی، چې د ازموینې هر ګډونوال لپاره د هغه له آی ډي، شهرت او انځور سره سمه یوازې یوه دانه چاپیږي.
دغه پاڼه کې ګډون کوونکی په مربوطه مستطیل کې دننه لاسلیک کوي، د اناث یا ذکور دایره توروي، د پوښتنو پر وړاندې د ځوابونو دایرې په سمه توګه توروي، د کوډ رشتو په جدول کې خپل کوډونه په دقیق ډول رسوي او په پای کې د ممتحن استاد لاسلیک پرې ترلاسه کوي. 

کله چې ازموینه پای ته ورسېږي، د ازموینې له ځای څخه ټول مواد د ازموینې ملي ادارې د ازموینو په کمېټه کې صندقونه د مربوطه پلاوي او استادانو له خوا پرانیستل کیږي، د پوښتنو کتابچې، ځواب پاڼې، حاضري او د ګډونوالو کارتونه تصفیه کیږي، د پوښتنو کتابچې ځانته بېلې او قرنطین کیږي او ځواب پاڼې د OMR سیستم خونې ته لېږدول کیږی، د Optical Mark Reader(OMR) یا د تورو نښو لوستو ماشین د مخصوصو تخنیکي چکونو وروسته ټوله ډیټا سیستم ته انتقالیږي.

دا سیستم د ازموینو ملي کمېټې ترټولو خوندي ځای دی، په دې ځای کې د امنیتي مسؤلینو، ادارې رهبري پلاوي او کمېټې غړو په شتون کې د مربوطه تخنیکي مسؤلینو له خوا د ازموینو د پایلو پر چمتووالي یا د سکورینګ مرحله ترسره کیږي.

 په دې پړاو کې د ځواب پاڼو تورې شوې دایرې چې مخکې د OMR  ماشین پواسطه لوستل شوي، د ګډونوالو ای ډي نمبرونه او د تحصیلي څانګو کوډ ریشتې، د ځانګړو تخنیکي کمپیوټري پروسو له لارې سره په اتومات ډول کتل کیږي، سمو ځوابونو ته نومرې ورکول کیږي او داوطلبان د خپلو انتخابونو له مخې د اړوندو پوهنتونونو تحصیلي څانګو ته ورپیژندل کیږي. 

د سکورینګ پړاو نه وروسته د ازموینو پایلې بشپړیږي او د مطبوعاتي کنفرانس له لارې اعلانیږي.
 ورپسې د ازموینو ملي ادارې په ویب پاڼه کې اپلوډ یا ځای پر ځای کیږي او داوطلبان کولی شي خپلې پایلې د ای ډی نمبر په داخلولو سره ترلاسه کړي.   

وروسته له دې چې د ازموینو پایلې اعلان شي، د ازموینو ملي ادارې له خوا هر تحصیلي بنسټ ته د ورپیژندل شویو محصلانو لستونه ترتیب او د نوم لیکنې لپاره اړوند بنسټ ته لیږل کیږي. 

نوي محصلان باید په لومړیو شلو ورځو کې د نوم لیکنې لپاره تحصیلي بنسټ ته مراجعه وکړي او خپل درسونه پیل کړي، که محصلان تر لومړیو شلو ورځو نوم لیکنې ته حاضر نه شي د تحصیلي بنسټ له خوا منفک کیږي.