برېښنايي الوتکه چې نه تيل مصرفوي او نه چاپيريال ککړوي 

الوتکې او چورلکې ځانګړي د سون توکي يا تيل مصرفوي، چې کیروسین ورته وايي. د الوتکو تېل د موټرو او ګاډو د تيلو په پرتله توپيري دي او هم يې بيه لوړه ده. کیروسین هغه تيل دي، چې کورونو کې استعماليږي. 

د  Scandinavian Airlines په نوم د الوتک - جوړونې يو شرکت برېښنايي الوتکې جوړهې کړې دي، چې د موبايلونو او کمپيوټرونو په څير يې غټې - غټې بټرۍ چارچيږي او تيل نه مصرفوي. 

ياد شرکت ويلي دي، چې تر ۲۰۲۸ کال پورې به يادې برېښنايي الوتکې عمومي الوتنې پيل کړي او دې سره به د هوا پاک ساتنې برخه کې ستر کار شوی وي.