هايپرسونيک توغندي

هر هغه وسيله چې په هايپرسونيک چټکتيا سره حرکت کوي په دې مانا ده چې د هغې سرعت د غږ له سرعت څخه په څو چنده چټک دی. د غږ سرعت د سمندر په سطحه ۱۲۲۵ کيلومتره په ساعت کې چټکتيا لري  او په ۱۰۶۶۸ متره لوړوړالي باندې (يانې د مساپروړونکې الوتکې د خط سير په جګوالي باندې) ۱۰۶۷ کيلومتره په ساعت کې سرعت لري ، نو پر همدې اساس هره هايپرسونيک وسيله کم ازکم ۱،۶ کيلومتره څخه تر ۸ کيلومتره په ثانيه کې رفتار لري، او له دې رفتار څخه په ښکته رفتار توغول کېدونکي وسيلې د Subsonic په نامه يادېږي  او د هايپرسونيک څخه په لوړ سرعت ويشتونکي توغندي د سوپر هآيپرسونيک super-hipper sonic په نامه يادېږي.

ټول بالسټيک د لویو وچو تېرېدونکي توغندي له غږ څخه چټک دي او حد اکثر سرعت یې ۲۴۱۴۰ کيلومتره په ساعت کې دی دا توغندي په نورو توغنديو سپرېږي او بيا فضا ته لېږل کېږي او بيا له فضا څخه دوباره د ځمکې اتومسفير ته داخلېږي او خپل موخه په نښه کوي.

ټول هغه وسايل چې له غږ څخه په تېز سرعت کې د حرکت توان لري په دريو عمومي کټګوريو ويشل کېږي او وروستی هغه له غږ څخه چټک توغندی چې وازمويل شو د روسيې لخوا په اوکراين وکارول شول چې د دوی په وينا د ځمکې د تل په ۱۰۰ متري کې یې د اوکرايني ، برتانوي او امريکايي متخصصينو يو ګروپ په نښه کړ او په ټولنيزو رسنيو کې په شته ويډيوګانو کې ښکاري چې د وسلو ستر ډيپوګان یې منځ یې يووړل او د اور اوږدې لمبې یې د اوکراین په ټول ښار کې ان تر څو کيلومترو پورې لوړې هوا ته پورته شوې.

بايد هايپرسونيک وسيله کم ازکم ۵ چنده له غږ څخه تېز سرعت ولري  او په ساعت کې له ۶۱۲۶ کيلومترو تر ۱۲۲۵۱ کیلومترو پورې سرعت ولري له هغه اخوا تر ۳۶۲۶ کيلومتره په ساعت کې رفتار ولري super-hipper sonic نومول کېږي.

هايپرسونيک توغندي چې په خورا چټکي سره خپل هدف ته ځان رسوي او د بالسټيک توغنديو برخلاف يې مسير دقيق نه تشخيص کېږي او همدارنګه له خورا ټيکنالوجيکي پيچيلتياوو ډک دي او د رادار او هوايي دفاع په وسايلو نه کشف کېږي.  يو له پېچلو سیستمونو څخه دی چې په نړۍ کې یې یوازې دری هېوادونه :امريکا، چين او روسيه لري خو داسې ويل کېږي چې هند، شمالي کوريا او جاپان هم د هايپرسونيک توغنديو د جوړونې په تکل کې دي. 

هايپرسونيک توغندي چې لومړی ځل روسيې تېره اوونۍ د اوکراين په جګړو کې وکارول د Kh-47M2 Kinzhal په نامه يادېږي، د اتومي سرګلولو د وړلو توان هم لري او تر ۲۰۰۰ کيلومترو پورې لرې ويشتل کېدای شي، ۱۰ برابره له غږ څخه چټک دي او له Tupolev Tu-22M الوتکو او Mikoyan MiG-31  او کښتيو څخه توغول کېږي يانې تر ټولو لوړ سرعت یې په ساعت کې تر ۱۲۲۳۱ کيلومتره ته هم رسېږي . نيم ټن وزن لري او په ۲۰۱۷ کې لومړی ځل جوړ شوي دي ،په دې توغنديو یې د دوی په وينا په اوکرآین کې د ځمکې په سل متري کې لاندې کې د ناټو او اوکرايني افسرانو هغه ځای په نښه کړ چې د جګړې پلانونه پکې نيول کېدل او دا چې دا توغندي د توغنديو د ضد پرمختللو سيستمونو لخوا هم نشي کشف کېدلای او له منځه وړل کېدلای نو ددي له امله هم مهم او ارزښتمن توغندي دي. په دې حمله  کې د روسي رسنيو په قول د وسلو زېرمتونونه او د ناټو او اوکراين ۴۰ متخصصينو مړي د ځمکې سرته راوکښل شول او نور تر خاورو لاندې شول. په ځانګړي ډول روسيې دا پرمختللي توغندي د ناټو د دفاعي سيستم د له منځه وړلو لپاره جوړ کړي دي او ددې لپاره یې جوړ کړي دي چې له دفاعي سيستم څخه په اساني تېر او خپل هدف په نښه کړي.

دا حمله چې د خنجر په نامه نومول شوې وه په خپل ډول کې بې ساري حمله وه او لومړي ځل پکې هايپرسونيک توغندي وکارېدل.او له دې سره د اوکراين او روسيې په جګړه کې ګام پرګام د لوړو ټيکنالوجيکی او خطرناکو وسلو د استعمال ويره په نړۍ کې ډېره شوې ده ځکه له بل پلوه برتانيا او امريکا روسيې ته د لرې واټن ويشتونکي توغندي او مجهز سيستمونه ورکوي چې دا د جګړې په اور د تېلو د اچولو په معنی دی . او همدارنګه روسيه هم له خپل زور څخه ګام پرګام کار اخلي او د خپلو پرمختللو وسلو ډيپوګانو څخه په تدريج سره استفاده کوي ځکه هرڅومره چې حمله سختېږي د حملې ځواب هم هغومره سختېږي او په یقين سره چې دا د ټولې نړۍ د سولې لپاره ښه خبر نه دی او نړۍ د اوکراين په کړکېچ د لويديځ لخوا د بحران پرطرف روانه کړای شوې ده.