د سختو ورځو له وتلو څخه ساده لارې چارې

ټول انسانان په ژوند کې له سختو ستونزو سره مخ کیږي،خو ډېر کم تعداد خلک په دې بریالي کیږي، چې له ستونزو څخه ځان وباسي.په دې لیکنه کې تاسې ته هغه ساده لارې چارې درښیو،چې وکولی شئ د ستونزو د وتلو پر مهال یي وکاروئ تر څو نجات پیدا کړئ. که څه هم دا ساده لارې چارې ممکن په ژوند کې مو تکراري اوسي خو بیا هم په علمي کېدو کې یي د تاسې لپاره ګټوري تمامیدی شي. که تاسې د ژوند په سختو شېبو کې شتون لرئ او د ژوند کړاونه مو ګواښې نو ددې لاندې ساده حل لارو څخه په عملي توګه مثبته ګټه پورته کړئ.
 
۱ـ سترګې مو پټې کړئ:
کله چې زه په شدیده توګه سر درد شم نو لومړی کار چې تر سره کوم یي هغه د سترګو پټول دي او په دې سره مې خپل ذهن آراموم.
 
څو میاشتې وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخ وم او د دې کار ترسره کول راته اسانه نه و خو زه له طبیعي پلوه یو قوي انسان یم او په دې باورې وم، چې ستونزې او کړاونه انسان لا نور هم قوي کوي. زه یو ځل ژوند کوم،نو په همدې بنسټ نه غواړم چې خپل وخت په بې عدالتیو ، ناوړه کارونو او بېځایه اړیکو تېر کړم .سترګې مو پټې کړئ،اوږد تنفس واخلئ او په ذهن کې مو شته ستونزو ته اجازه ورکړئ چې ووځي. د ستونزې په پام کې نیولو پرته مننه وکړئ او موسکا وکړئ.
ستاسو موسکا به تاسو سره مرسته وکړي چې ستاسو د ستونزې پروړاندې قوي مبارزه وکړي.
 
۲ـ عبادت وکړئ:
که د سترګو په پټېدو سره مو ستونزه حل نشوه،عبادت وکړئ.له شک پرته عبادت او دعا د ستونزو او د استریس د لمنځه وړلو په برخه کې اغیزناکه رول لري.
 
 کله چې ویره او اضطراب په ما برید وکړي، زه په عبادت او دعا پیل کوم او دا واقعیا زما سره مرسته کوي چې فکر وکړم زه د ستونزو پروخت کې یوازې نه یم .
 
۳ـ هغه کسان چې نه غواړئ ووینئ ترې واټن واخلئ:
دا چې د هغو کسانو لکه خپل رئیس همکاران او خپلوانو د ځورونې مخنیوی نشئ کولی، دا غوره ده چې لږترلږه د ملګرو یا خپلوانو څخه ډډه وکړئ چې ورسره اړیکه ستاسو لپاره ځورونکي وي.ممکن دا کسان په اصل کې نیکان وي خو کله چې تاسې د دوی سره مخ کیږي او د ناراحتۍ احساس کوئ،نو غوره لاره داده، چې ترې لرې اوسئ. کله چې له سختیو څخه تېریږئ،په دې وخت کې تاسې د هغو کسانو شتون ته اړتیا لرئ چې په ورځینې ژوند کې مو مثبت احساس در کولی شي.دغه راز کله چې تاسې د خپلو همکارانو له اړخه ځوریږئ په دې صورت کې د دوی ناوړه کړنې بې باکه وګڼئ،یوه اوږده ساه واخلئ او ځان مو آرامه کړئ. په یاد ولرې، تاسې د ژوند په راتلوونکو پړاونو کې مهم رول لرئ نو په همدې اساس د هغو کسانو چې تاسې ته یي خیر نه رسیږي خپل وخت ورته مه ورکوئ.
 
۴ـ په ځان مو ایمان ولرئ:
شرایط اړین نه دي،تاسې باید په خپل ځان پوره باور ولرئ.سمه ده، چې تاسې د ژوند په سختو پړاونو کې قرار لرئ،خو دا په دې معنا نه ده،چې تاسې په ژوند کې د ستونزو پر وړاندې مبارزه نه شئ کولی. په دې ټول باور لرو،چې ژوند د کړاونو سره مل دی.خو په منطقي توګه څنګه کولی شو، چې د ستونزو پر وړاندې مبارزه وکړو او بریالي شو.
 
۵ـ خود خواه اوسئ:
که تاسې زما په شان اوسئ، د تاسو لپاره به دا ډېره سخته وي چې د خپل ځان په فکر کې اوسئ.خو زه د خپلې شخصي تجربې له اړخه وایم، چې په دې بې رحمه دنیا کې د مهربانه خلکو ژوندي پاتې کېدل تر ټولو سخت کار دی. په داسې حال کې چې تاسې په ورځینې ژوند کې د دې په لټه کې یاستئ،چې څه ډول له سختیو او کړاونو څخه لرې اوسو،نو باید د ځینو پر وړاندې بې تفاوته اوسئ.البته د ستونزو پر وړاندې د مبارزې له بریالي کېدو وروسته باید خود خواه او بې تفاوته پاتې نه شئ، ځکه چې موخې ته تر رسیدو وروسته اړیکو او پرمختګ ته اړتیا لرئ. مهمه نه ده، چې په ژوند کې مو څه پېښیږي.په یاد ولرئ چې تاسې په کافي اندازه قوي یاستئ او په ژوند کې مو د پېښېدونکو ستونزو او کړاونو پر وړاندې په کلکه مبارزه کولی شئ. تاسو یوازې نه یاستئ،مثبت لید لوری غوره کړئ او پر ځان مو پوره باور ولرئ په دې صورت کې تاسو ته ښکاري چې ژوند څومره خوږ او مېنه ناک دی.