قطر اته هنديان اسرائيلو ته د جاسوسۍ په تورن نېولي او په اعدام يې محکوم کړي 

د قطري رسنيو د مالوماتو پر بنسټ ددغه هېواد امنيتي ځواکونو د هندوستان اته وګړي نېولي چې اسرائيلو ته يې جاسوسي کوله. سرچينو ويلي چې دغه کسانو ته د اعدام سزا ټاکل شوې ده. 
 
چارواکو ويلي دي چې نېول شوي کسانو پخوا د هندوستان په بحري پوځ هم دندې تر سره کړې وې او اوس يې د يوې بحري بېړۍ له لارې جاسوسي چارې تر سره کولې. 
 
هندوستان هم قطر کې د خپلو اتو وګړو د نېونې خبر تائيد کړی دی او ويلي دي چې قطر سره ډېپلماټيکي خبرې کوي، چې تورن کسان هندوستان ته ورکړي.