 
        	    
                    
                                    
                    امريکا ته د سويلي کوريا  ولسمشر یون سوک یول د شپږ ورځني سفر په ترڅ کې دغه دوه هېوادونو د Washington Declaration په نوم تړون کړی چې د شمالي کوريا توند غبرګون يې را پورته او خبرداری يې ورکړی چې چوپ به پاتې نه شي. 
د ياد تړون اړوند به امريکا د سويلي کوريا پر وړاندې د شمالي کوريا اټومي بريدونو پر مهال د سويلي کوريا ملاتړ کوي او همدا ډول يې سويلي کوريا سره د لېرې واټن وېشتونکو بالسټيک توغنديو لاسليک کړی. 
ددغه تړون په غبرګون د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون خبرداری ورکړی چې د سويلي سره نېږدې به پوځي زور ښوودنه وکړي او د توغنديو ازموينې به تر سره کړي. 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								