چين وايي د امريکا د (هایپرسونیک توغنديو) نسکورېدو ټېکنالوژي مو جوړه کړې 

د چين پوځ په يو بيان کې ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو د لېرې واټن وېشتونکو چټکو توغنديو يا هایپرسونیک د غورځېدو او خنثی کېدو لپاره يې پرمختللې ټېکنالوژي او سېسټم يې رامنځته کړی دی. 

د امريکا هایپرسونیک توغندي چې د غږ د سرعت په پرتله اته برابره ډېر چټک دي د چين لپاره يو ګواښ شمېرل کېږي او امريکا کولی شي له خپلې خاورې پرې چين په نښه کړي. 

چينايي چارواکو ويلي چې دې نوې ټېکنالوژي سره  به د امريکا د هایپرسونیک توغنديو د احتمالي بريدونو مخه ونېسي اوکه چېرې بريدونه وهم شي نو دوی اوس کولی شي چې خنثی يې کړي.