هغه ډرون الوتکې چې د اوبو لاندې عمليات کوي 

ډرون الوتکې اوس وخت د پوځي ټېکنالوژۍ مهمه برخه ده چې بېلا بېلې بڼې يې د استخباراتي مالوماتو، څېړنو او پوځي عملياتو په پار کارول کېږي، خو تر نن د ډرون د فعاليت ساحه هوا ده. 
 
يو شمېر پرمختللو شرکتونو داسې ډرون الوتکې جوړې کړې دي، چې د سمندرونو دننه د اوبو لاندې عمليات تر سره کوي چې د اوبو سياست او بحري ځواک مهمه برخه ګرځېدلې ده. Fifish V-EVO د اوبو دننه ډرون الوتکو ښه بېلګه ده. 
 
دغه Fifish V-EVO ډرون الوتکې پر لوړې ټېکنالوژۍ سمبالې دي، د لوړ انځور او وېډيو اخېستو وړتيا لري او کولی شي چې ورځې - ورځې د اوبو لاندې پاتې شي او په اسانۍ د سترګو وړ نه دي.