امريکا کې د وينې سرطان ډېرېدل؛ ښايي ۱۱زره کسان سږ کال ترې مړه شي 

د امريکا د National Cancer Institute د مالوماتو پر بنسټ دغه هېواد کې د نورو کالونو په پرتله د وينې سرطان ناروغي زياته شوې ده او زرګونه کسان ترې ځوريږي. 
 
د سرطان ملي انسټېټيوټ په يو راپور کې ويلي دي، چې د دوی د شمېرو پر بنسټ يوولس زره کسان به سږ کال د وينې سرطان ناروغۍ له امله مړي شي او درملنه يې ناشونې ده. 
 
د وينې سرطان د وينې په سپينو حجرو کې چې د هډوکي په سپنجي برخه کې توليديږي رامنځته کيږي او دې ناروغۍ ته  acute myeloid leukemia وايي.