طبي موندنه: د سږو سرطان يو ستر لامل ککړه هوا ده 

د يوې طبي او څېړنيزې موسسې په تازه راپور کې ويل شوي دي، چې له سېګرټ هم ډېر د سږو سرطان ستر لامل کړړه هوا ده. دغه څېړنه په ۳۳زرو کسانو چې د سږو پر سرطان ککړ وو، تر سره شوې ده. 

دا چې هره ورځ په وروسته پاتې هېوادونو کې د سون د مضرو توکو دسوځولو او پرمختللو هېوادونو کې د کيمياوي کړنو او صنعت له امله په زرګونه مضرې ذرې هوا ته پورته کېږي  او وروسته بيا تنفس کېږي، نو د سږو سرطان يو  ستر لامل ککړه او چټله هوا بلل شوې ده. 

دا چې ککړه هوا څنګه سرطان پيدا کوي، لومړی دا ازموينه پر موږکانو تر سره شوې او موندل شوې ده، چې ککړه هوا سږو کې د حجرو د بې ځايه ودې سبب کېږي چې وروسته په سرطان بدليږي. 

د روغتياپالانو لارښوونه دا ده، چې له ککړې هوا د خلاصون په پار اړينه ده، چې د کرونا ويرويس له ګواښ وراېخوا هم په ښارونو کې ماسک واغوستل شي او پرې نه ښوودل شي چې د تنفسي سېسټم له لارې ککړه هوا او په کې ذرې سږو ته لار پيدا کړي.