په ژوند کې د بریا کیلي: په ژوند کې بریا ته د رسېدو لپاره پنځه اغېزناکې تګلارې

په ژوند کې بریا په ډېرې آسانۍ سره نه ترلاسه کېږي، د دې لپاره، چې بریا ته ورسېږئ، باید ټینګ هوډ، ډېره هڅه او ستر خوبونه ولرئ. ټول انسانان په سترو خوبونو او هیلو پسې د تګ زړورتیا نه لري، ځکه د بریا په لاره کې ډېر محدودیتونه او خنډونه رامنځته کېږي، هغوی نه غواړي، چې له دې خنډونو او لوړو او ژورو سره مقابله وکړي، له دې امله ټول نه شي کولای، چې بریا ته ورسېږي، یوازې هغه کسان بریا ته رسېږي، چې انګېزه او کافي پشتکار ولري، تاسو هم که ستر خوبونه لرئ او غواړئ چې بریا ته ورسېږئ، نو له خپل ځان سره دا پنځه ژمنې وکړئ او د عمل جامه ور واغوندئ، په حقیقت کې دا پنځه تګلارې په ژوند کې د بریا کیلي ده.
 
۱ ـــ په ژوند کې د بریا کیلي؛ له بریا څخه په خپل تعریف سره ژوند وکړئ
ښایي تاسو د بریا د مانا په اړه پرېښانه شئ، ځکه ښایي بریا د هر چا لپاره توپیري ماناوي بیان کړي. کېدای شي د یوه ډله خلکو لپاره بریا د شتمنۍ او شهرت لرل وي، د بلې ډلې لپاره ښایي بریا د زده کړه نیزو اسنادو ترلاسه کول وي، خو ستاسو لپاره ښایي بریا بېخي توپیري مانا ولري، له دې امله اجازه مه ورکوئ، چې خلک او ټولنه ستاسو د بریا شرایط وټاکي، تاسو نباید د نورو د باورونو پر بنسټ د بریا په اړه فکر وکړئ، بلکې کله وخت یوې کوچنۍ موخې ته رسېدل هم بریا ګڼل کېږي، یوه ورځ په همدې کوچنیو بریاوو سره، سترې بریا ته هم رسېږئ.
 
۲ ـــ خپل معیارونه وڅارئ
د مهربانۍ له مخې د هغه څه پر بنسټ، چې نورو یې له تاسو څخه تمه لري، ژوند مه کوئ، ځکه چې په دې تګلارې سره به هېڅکله خوشاله او بریالی نه وئ، ځکه د هغو کارونو ترسره کول، چې نور یې له تاسو نه غواړي، یوازې هغوی یې ترسره کولای شي، سربېره پر دې، له خپل واقعي دننني ځان څخه تاسو جلا کوي، په دې اړه فکر وکړئ، چې په خپله څه غواړئ؟ معیارونه مو څه دي؟ که یې نه لرئ، هغه څه چې غواړئ، د خپل ځان لپاره ځانګړي معیارونه وټاکئ، د همدې معیارونو پر بنسټ عمل وکړئ او مخ پر وړاندې لاړ شئ.
 
۳ ـــ د موخو ټاکل، په ژوند کې د بریا کیلي
له خپل ځان سره ژمنه وکړئ، چې تل د خپل ځان لپاره موخې وټاکئ، چې تاسو ته د دې شونتیا درکوي، چې له خپل ځان څخه تر ټولو غوره نسخه واوسئ، په ژوند کې د موخو ټاکل له تاسو سره مرسته کوي، چې منظم واوسئ، په یوه ځانګړي نظم له هغه قانون څخه پیروي وکړئ، چې تاسو ته د بریا په لور لارښوونه کوي. هغه فرد چې د خپلې راتلونکې لپاره پلان جوړ نه کړي او لنډ مهالې او اوږد مهالې موخې ونه ټاکي، نه شي کولای، چې بریا ته ورسېږي، بریا ته رسېدل تل د موخې له ټاکلو سره غوټه شوي دي.
 
۴ ـــ یو منظم ژوند وڅارئ
ډېره زیاته مهمه ده، چې یو منظم ژوند ولرئ، ترڅو له هغه نظم څخه د پیروۍ لپاره تل یو ریتم شتون ولري. هڅه وکړئ، ترڅو سهار وخته له خوبه را پاڅېږئ، د نیم یا یو ساعت لپاره ورزش وکړئ، هر سهار ولامبئ او خپل ظاهر منظم کړئ، هرومرو یو پیاوړی او بشپړ سباناری وکړئ، په ډېرې خوشالۍ او مثبت حس سره کار ته لاړ شئ، دا منظم قانون وڅارئ او خپل تګلوری مه پرېږدئ. بریا د یوه منظم  ژوند د بڼې له ساتلو سره ټینګه اړیکه لري.
 
۵ ـــ له درد او کړاو څخه نه وېرېدل، په ژوند کې د بریا کیلي ده
وېره، زیان او درد، دا ټول د ژوند د ټولو اړخونو د تجربه کولو لپاره اړینې برخې دي. ترخه او خواږه احساسات دواړه ستاسو له ژوند سره مرسته کوي، په هره شېبه کې تاسو ته یو څه در زده کوي، چې تاسو د بلې پېښې لپاره چمتو کوي. له دردونو او کړاونو څخه ډډه او تېښته کول، یوازې تاسو کمزوری کوي، خو که ورسره مبارزه وکړئ، نو تاسو پیاوړی کوي.