بریا ته د رسېدو په لاره کې دا پنځه شیان مه هېروئ

په هره برخه کې بریا ته د رسېدو په لاره کې یو لړ مشترکات شتون لري، هغه مشترکات، چې په دې تګلوري کې د مهم پوړیو په څېر ګڼل کېږي.
 
بریا ته د رسېدو د لارې د وهلو لپاره دې پنځه پړاوونو ته اړتیا لرئ
له هغو ټولو کوچنیو او غټو ټکو پرته، چې بریا ته د رسېدو په لاره کې وړاندې کېږي، ځینې برخې شتون لري، چې په اړه یې ډېرې کمې خبرې کېږي. په دې لیکنه کې په پنځو پړاوونو باندې رڼا اچول کېږي، چې کولای شئ د پرمختګ او بریا په لاره کې ترې ګټه واخلئ او دا هماغه ځانګړي پړاوونه دي، چې ویل شوي دي.
 
۱ ـــ له کوم څه سره چې لېوالتیا لرئ، پیدا یې کړئ او لپاره یې وخت ځانګړی کړئ
تاسو کولای شئ دا کار په مډیټېشن سره ترسره کړئ، بریا ته د رسېدو لپاره کولای شئ یو مشاور پیدا کړئ او که شونې وي د خپل ځان لپاره یو مشاور وګمارئ. له کوم څه سره چې لېوالتیا لرئ، نو باید څو څو ځله ورپسې ورشئ، دغه راز پام مو وي، چې دا تخنیک په یو ځل نه ترسره کېږي او باید لپاره یې ډېره هڅه وکړئ.
 
۲ ـــ نورو ته خدمت کول
که په رښتینې توګه وغواړو، ووایو، نورو ته خدمت کول، لکه: کار کوونکي، پېرېدونکي، پلویان، اړمن خلک او نور افراد، چې ستاسو په شاوخوا کې دي، د پرمختګ یو له مهمو پړاوونو څخه دی، ځکه ستاسو او د نورو ترمنځ د سولې، ملګرتیا او ښې اړیکې د رامنځته کېدو سبب ګرځي، چې له سرو زرو او الماسو څخه یې ارزښت زیات دی.
 
۳ ـــ باور ولرئ، که له هغو ټولو افرادو څخه، چې ستاسو په شاوخوا کې دي، تمه ونه لرئ، نو له هر چا څخه ډېر به بریالی وئ
هره ورځ، چې تاسو له خوبه را ویښېږئ یا هر کال چې تر شاه یې پرېږدئ، په بشپړه توګه شونې ده، ښه ورځ او ښه کال نه وي، ښه، له دې ورځو او کلونو څخه، د دې لپاره چې یو ځل بیا تکرار نه شي، څه درس اخیستلی شئ؟ ښه، ویلی شو ووایو، که چېرې تاسو خپل باور ته پراختیا ورکړئ او باید دوو لومړیو پړاوونو ته ور وګرځئ او یو ځل بیا دوه لومړي پړاوونه مطالعه کړئ او که چېرې پوهېږئ، په هغه کار سره، چې غواړئ ترسره یې کړئ، نورو ته د کار د رامنځته کېدو سبب ګرځي، پیل یې کړئ او خپله ټوله هڅه وکړئ.
 
۴ ـــ په خپل ځان باندې پام کوئ
کله چې یو لوړ مقام ته ورسېدئ او ومو کولای شول، په هغو کارونو سره، چې ترسره کوئ یې، د بېلابېلو قشرونو په منځ کې د خوښۍ د رامنځته کېدو سبب شئ، هڅه وکړئ، چې په خپل ځان باندې پام وکړئ، ترڅو وکولای شئ یو ځل بیا په خلکو کې د انرژۍ او ښه حالت د رامنځته کېدو سبب شئ او لکه څنګه چې پوهېږئ مرګ د یوې دورې په څېر دی، چې په ټاکلي وخت ټولو ته راځي او باید د دا ډول ورځې لپاره چمتو واوسو.
 
۵ ـــ خپله بریا ولمانځئ او نورو سره یې شریکه کړئ
کله چې بریا مو له نورو سره شریکوئ، نو د بریا ډېر زیات زړي کرئ او له څو کلونو وروسته به وده وکړي، له هغه ځایه چې بریا یو ستر څیز دی، له هغې څخه کولای شو د یوه بڼ په توګه یادونه وکړو او باید پرې پام او ترې ساتنه وکړو او له نورو سره یې شریک کړو.