د Henderson په نوم د اسټراليا هېواد د کښتۍ جوړونې شرکت د Apalachicola په نوم پوځي بېړۍ جوړه کړې ده، چې انساني کنټرول او ارادې ته اړتيا نه لري او کولی شي چې په خپلسري ډول ماموريت تر سره کړي.
دغه بېړۍ پوځي ده او دا وړتيا لري، چې د ۳۰ ورځو لپاره اوبو کې پاتې شي او يوې مياشتې لپاره د انرژۍ (تيلو) زېرمه لري. دغه نوې بېړۍ د ټېکنالوژۍ په وسيله کنټروليږي او انسانان په کې شتون نه لري.
دغه کښتي ۴۱ پوځيان او له سلو ډېر نور کسان د اړتيا په وخت کې لېږدولی شي. دغه Apalachicola کښتي، بحري ځواک کې د بې پېلوټه الوتکو په څېر دنده کوي.
وروستي