لس کارونه چې په نفس باندې اعتماد لرونکي کسان یې نه ترسره کوي

په نفس باندې د کافي اعتماد لرل، تر ډېره یوه دنننۍ مبارزه ده. په نفس باندې اعتماد لرونکي نارینه تر ډېره داسې روزل کېږي، چې باوري دي، پیاوړي او کلک وي، ځکه دا ځانګړتیا د هغوی نارینه توب څرګندوي. په نفس باندې لږ اعتماد لرونکي کسان کمزوري ترسترګو کېږي، له دې امله په نفس باندې اعتماد لرونکي کسان، له دې قضاوت څخه د مخنیوي لپاره، د ځینو کارونو له ترسره کولو څخه ډډه کوي، خو هغه کارونه، چې دا کسان یې له ترسره کولو څخه ډډه کوي، کوم دي؟ که تاسو هم لېوالتیا لرئ، ترڅو په دې اړه ډېر زیات پوه شئ، نو دا لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
په نفس باندې اعتماد لرونکي نارینه د ناسم تصور له رامنځته کولو څخه لیرې والی کوي
ځینې کسان د نورو تر اغېزې لاندې راوستلو لپاره، ډېر زیات لګښتونه کوي، د بېلګې په توګه: هغوی لوړ بیه موټرونه او کورونه اخلي او هڅه کوي، چې تظاهر وکړي، چې شتمن انسان دی، په عین حال کې په نفس باندې یو اعتماد لرونکی کس کولای شي یو میلیاډر واوسي، خو له تشریفاتو څخه لیرې ژوند کوي، هغه پوهېږي، چې د احمقانه ټاکنو پایله، لوی سر خوږی دی، په همدې دلیل هڅه کوي، چې د یوه ناسم تصور له رامنځته کولو څخه، یانې د هغه څه ښودل، چې په اصل کې شتون نه لري، ډډه وکړي. که غواړئ د یوه په نفس باندې د اعتماد لرونکي فرد پام خپل ځان ته را واړوئ، نو خپل واقعي مو واوسئ.
 
د کوچنیو دروغو له ویلو څخه ډډه کوي
کله وخت افراد د دروغو ویلو ته اړ کېږي، خو باید په دې باندې پوه شئ، چې دروغ ویینه هېڅ توجیې نه لري، د بېلګې په توګه: ښایي د خپلو شاوخوا یو له افرادو سره ډېره زیاته مینه ولرئ، خو په بل دلیل، دې سره لېوالتیا نه لرئ، چې له هغه سره خپلې اړیکې ته دوام ورکړئ، نو د حقیقت ویلو پرځای دروغو ته مخه کوئ، په یاد ولرئ، چې خلک د خپلو تېروتنو لپاره، په ګرم پسې ګرځي، ترڅو خپله ګناه د هغه پر غاړه ور واچوي، په عین حال کې په نفس باندې اعتماد لرونکي کسان، له دې کار څخه لیرې والی اختیاروي.
 
له کوم چا یا ستونزې سره له مخامخ کېدو څخه نه وېرېږي
په نفس باندې اعتماد یانې درېږئ او د هغه څه لپاره، کوم چې سم دی، جنګېږئ. ځینې کسان په هره بیه له ستونزو یا مسایلو سره، له مخامخ کېدو څخه ډډه کوي، حتا که کوم څوک ترې بده ګټه هم واخلي، له خپل حق څخه دفاع کولو لپاره هڅه نه کوي، هغوی له نورو سره، له مقابله کولو څخه وېرېږي، په داسې حال کې، چې په نفس باندې یو اعتماد لرونکی کس، دا چې نه یې خوښېږي، له کوم چا سره شخړه او لانجه وکړي، خو د هغه څه لپاره، چې سم دي، کلکې او پرېکنده کړنې ترسره کوي.
 
کمزورو ته د ځواک ښودنه
ډېری کسان کمزورو ته خپل ځواک ښکاره کوي، هغوی هغه کسان، چې خپل ځواک ماشومانو، تنکیو ځوانانو، بېوزله کورنیو او اقلیتونو ته ښکاره کوي، په داسې حال کې، چې په نفس باندې اعتماد لرونکي افراد له دې کار څخه ډډه کوي. په نفس باندې د یوه اعتماد لرونکي فرد لپاره د زور ویینې پر وړاندې درېدل آسانه کار دی، هغه له هغه چا سره، چې ناسم چلند لري، جدي چلند کوي او هېڅکله د کمزورو خلکو پر وړاندې خپل ځواک نه ښکاره کوي.
 
په یوازې توګه د کارونو د ترسره کولو لپاره هڅه  
هېڅوک هېڅکله نه شي ویلی، چې د کوم چا مرستې ته اړتیا نه لري، ښایي داسې فلمونه یا افراد مو لیدلي وي، چې د مرستې او لارښوونې له غوښتلو څخه ډډه کوي، خو حقیقت دا دی، چې په نفس باندې یو اعتماد لرونکی فرد پوهېږي، چې نه شي کولای، ټول کارونه په یوازې توګه ترسره کړي، په همدې دلیل که ونه شي کولای کوم کار ترسره کړي، له ځنډ پرته د مرستې غوښتنه کوي.
 
په نفس باندې اعتماد لرونکي کسان، له نورو سره، له بد چلند کولو څخه ډډه کوي
لږ مهرباني هم کولای شي، حیرانونکې پایله ولري. په نفس باندې اعتماد په دې مانا دی، چې تاسو اړ نه یاست، نورو ته په سپکاوي کولو سره، د ښه دننني احساس رامنځته کېدو ته لاسرسی پیدا کړئ. آیا تر اوسه له هغه چا سره، چې کارکوونکو او چوپړکوونکو سره یې بد چلند درلوده، رسټورانټ ته تللی یاست؟
 
له دې چلند څخه هېڅ څیز د یوه فرد د کمزوري چلند ښکارندویي نه کوي.
 
په نفس باندې اعتماد لرونکي کسان، له هغو افرادو سره به ناسته پاسته ونه کړي، کوم چې نورو ته سپکاوي کوي، ځکه د هغوی چلند بې ادبي او د اخلاقو نه شتون ګڼي.
 
له بدلون څخه وېره
آیا په دې باندې پوهېږئ، چې ځینې خلک د هغه څه له وېرې، چې ښایي ورسره مخامخ شي، په هېڅ کار باندې لاس نه پورې کوي؟ دا طبیعي ده، کله چې یوه دنده ایزه مرکه لرئ او دغه راز ټاکل شوې ده، له کوم چا سره یوه مهمه لیدنه کتنه ترسره کړئ او حتا د بلې میاشتې لپاره کمې پیسې لرئ، خپه واوسئ.
 
په عین حال کې، څوک چې تل په وېره کې ژوند کوي، اجازه ورکوي، چې وېره یې ژوند کنټرول کړي او دا یانې ماتې خوړل.
 
د بېلګې په توګه: داسې وګڼئ، چې تاسو ته د یوې دندې وړاندیز شوی دی، چې معاش یې ستاسو د اوسني معاش په پرته دوه برابره زیات دی، هغه وخت د دې پرځای، چې د دا ډول فوق العاده وړاندیز په اړه هیجاني واوسئ، د هغو څیزونو په اړه فکر کوئ، چې ښایي هېڅ پېښ نه شي، په دې شرایطو کې تاسو یوازې د منفي احتمالاتو په اړه فکر کوئ، د بېلګې په توګه: که زلزله یا اور لګېدنه رامنځته شي، څنګه به شي؟ له دې وروسته په همدې اندېښنې او خپګان سره، دا بېساری فرصت له لاسه ورکوئ.
 
په داسې حال کې، چې په نفس باندې د اعتماد لرونکو افرادو نه خوښېږي، چې د منفي فکر لرونکو او زهرجنو افرادو ترڅنګ ژوند وکړي، هغوی له دې چې کوم څوک تل له غم، اندېښنې او وېرې څخه خبرې وکړي، بېزاره دي، په همدې دلیل هڅه کوي، له منفي فکر لرونکو څخه لیرې والی اختیار کړي او له خوشبینو افرادو سره ناسته پاسته وکړي.
 
په نفس باندې اعتماد لرونکي کسان بیړنی تصمیم نه نیسي
په ژوند کې تل باید د نورو له تجربو څخه ګټه واخلئ. کله چې غواړئ یو تصمیم ونیسئ، ښه فکر وکړئ، ټول اړخونه یې بررسي کړئ او د نورو له ورته ترسره شویو فعالیتونو څخه په پایله اخیستنې سره، غوره تصمیم ونیسئ، دا هغه کار دی، چې په نفس باندې اعتماد لرونکي کسان یې ترسره کوي.
 
د ورځې د موډ تر اغېزې لاندې راتلل
که داسې فکر کوئ، چې په نفس باندې اعتماد لرونکي کسان د نړۍ د موډ د بېلابېلو مارکونو تر اغېزې لاندې راځي، تېروتنه کوئ، د داسې کسانو لپاره ظاهري تشریفات ارزښت نه لري، هغوی په دې باندې باور لري، چې ښکلې او شیکې جامې نه شي کولای، چې نورو ته د هغوی غوره والی ښکاره کړي، دا ډول کسان د ظاهر په پرتله د افرادو باطن ته ارزښت ورکوي، په همدې دلیل هېڅکله د لوړ بیه جامو تر اغېزې لاندې نه راځي.
 
که غواړئ په نفس باندې اعتماد لرونکی شخص واوسئ، نو دقت وکړئ
که تاسو هم غواړئ، په نفس باندې اعتماد لرونکی شخص واوسئ، خپل دننه ته وګورئ، په نفس باندې اعتماد لرونکی شخص، ځانګړو جامو اغوستلو، ځانګړو خبرو کولو یا دغه راز ځانګړي چلند کولو ته اړتیا نه لري، هغوی خپل واقعي دي او هڅه کوي، چې له خپل ځان څخه ښه چلند ښکاره کړي.
 
د دا ډول کس پیدا کول د یوې خزانې په څېر دي او که په کافي اندازه ښه چانس ولرئ، نو هرومرو به یې د ژوند د شریک یا د یوه ملګري یا یوې ملګرې په څېر خپل څنګ کې ولرئ.