له وخت مخکې يا  درملنه - لومړۍ برخه

ژر يا له وخت وړاندې انزال چې په انګلېسي کې ورته Premature ejaculation وايي او لنډ نوم يې (PE) دی په نارينو کې يوه عامه ناروغي ده. ژر انزال يا Premature ejaculation په دې مانا  چې نارينه د خپل ځان او خپلې ميرمنې د جنسي غوښتنې وړاندې داسې يو وضعيت ته رسيږي چې مني يې بهر کيږي او د نارينه جنسي غرېزه په کې پای ته رسيږي. نارينه له دې ناروغۍ ډېر ځوريږي. ژر انزال د ښځې او خاوند ترمنځ د خپګان سبب هم کيږي او همدا ډول د نارينه لپاره د شرم لامل. د ژر انزال يا Premature ejaculation  د وخت په اړه ويل شوي دي چې که چېرې د نارينه مني له يوې دقيقې په کم وخت کې بهر شي نو ورته ژر انزال ويل کيږي. په ژر انزال کې ډېر ځلې فزيکي او رواني لاملونه شتون لري. دې ليکنه کې لومړی د ژر انزال لاملونه او بيا ورپسې يې طبي او کورنۍ درمنله  درته په ګوته کيږي. 

د ژر انزال Premature ejaculation  رواني يا Psychological لاملونه: 
۱-  هر کله چې يو نارينه د واده يا ګډ ژوند په لومړيو ورځو کې وي نو د کوروالي پر مهال په کم وخت کې انزال ته رسيږي. سبب يې دا دی چې هغه تر روحي اغېز لاندې راځي او ويره ورسره مل وي او همدا ډول يې پر ځان دا باور کم وي چې دی به وکولی شي او کنه چې  د خپلې ميرمنې د غوښتنې اړوند کوروالی تر سره کړي. 

۲- دويم لامل چې ژر انزال په کې رامنځ ته کيږي د نارينه ډېر تحريک دی، چې ورته overexcitement يا stimulation  وايي. دا چې نارينه له خپلې ميرمنې سره د جنسي اړيکو لپاره ډېر لېواله وي نو بيا هغه مهال چې دا اړيکې تر سره کوي له امله يې ژر انزال رامنځ ته کيږي. 
۳- ويره يا anxiety: هر کله چې نارينه پر ځان باور ونه لري او د جنسي اړيکو څخه په ويره کې وي نو د کوروالي پر وخت يې مني ژر بهر کيږي. دا ويره د پورته لومړي لامل پر اساس وي يا هم ځيني نور لاملونه لري، مطلب دا چې  هر کله نارينه راحت نه وي نو د کوروالي پر مهال يې مني د خپلې خوښې وخت څخه وړاندې بهر کيږي. 

۴- depression: ډېپرېشن هم د ژر انزال يو بل لامل دی. هر کله چې نارينه په ډېپرېشن کې وي نو دا په دې مانا ده چې خپل عادي وضعيت کې نه دی، نو هر کله چې وضعيت عادي نه وي نو مني له ټاکلي او د خپلې خوښې له وخت وړاندې بهر کيږي. 

يادونه: د ژر انزال يا Premature ejaculation دويمه برخه کې دوه نور روحي او همدا ډول فزيکي لاملونه ولولئ.