بشپړه برېښنايي الوتکه

د Textron Inc په نوم د الوتکو جوړونې يو شرکت ۲۳۵ مېليونه امريکايي ډالر پانګونه په دې کړې، چې بشپړې برېښنايي الوتکې توليد کړي. 

برېښنايي الوتکې د ۲۱مې پېړۍ ستره ټېکنالوژيکه لاس ته راوړنه ده، چې ور سره به د هېوادونو ترمنځ د هوايي تګ - راتګ بيې ټيتې شي. برېښنايي الوتکې چارجيږي او د بټريو په وسيله الوتنې کوي. 

برېښنايي موټرې او موټرسايکل اوس وخت کې تر يو بريده دود شوي او عملاً ورڅخه ګټه اخېستل کېږي، خو برېښنايي الوتکې يو نوی نوښت دی چې د غښتلتيا په پار يې کار کېږي.