وړاندوينه: که روسيه د اوکراين جګړه وبايلي... 

پر اوکراين د روسيې د بريد او يا هغه د روسانو په وينا چې ځانګړي پوځي عمليات، يو کال ته ورسېدل. دغه جګړه د تېر کال فېبرورۍ کې پيل شوه وه چې څه وخت وروسته به يې کليزه وي. 

د جګړې وړاندې د عامو خلکو اکثريت اند دا وو، چې روسيه د نړۍ دويم تر ټولو ځواکمن هېواد دی او په پوځي برخه کې له امريکا وروسته، ځواک او وړتيا له روسيې سره ده. 

انګېرنې داسې وې، چې روسيه به د ورځو دننه اوکراين داسې خپلې سينې ته لاندې کړي، څه ډول چې په ۱۹۹۰ز کال کې عراق، کويټ لاندې کړی وو. 

د روسيې او اکراين له جګړې څه کم يو کال وخت تېريږي. روسيه تر اوسه هغه موخو ته نه ده رسېدلې، چې هيلې او وړاندوينې يې درلودې. له بلې خوا، پر اروپا د روسيې د تيل او ګازو بنديزونو هم اروپا له ستر انساني ناورين سره مخ نه کړه. 

دا څرګنده ده، چې روسيه اوکراين کې يوازې د اوکراين پر خلاف نه، بلکې د امريکا، انګلستان او نورو غربي هېوادونو سره په جګړه اخته ده. که روسيه دا جګړه وګټي، نو د امريکا زبرځواکي به هم زوال پيدا کړي او که چېرې روسيه دغه جګړه وبايلي، نو روسيه به هغه نړيوال اغېز او نوم له لاسه ورکړي، چې له سړې جګړې بيا تر نن يې خپل کړی دی.