په دې ټکو له خپل ځان سره مرسته وکړئ

د اروایي او عاطفي روغتیا ښه والی په دې نه دی، چې یوازې په اړه یې فکر وکړئ، تاسو د پیلولو او له خپل ځان سره د مرستې لپاره، د لارې یوې نقشې او څو مرستندویه آیډیاوو ته اړتیا لرئ. دا لیکنه تاسو ته هغه ټکي په واک کې درکوي، چې له تاسو سره د کار په پیلولو کې مرسته کوي.
 
له خپل ځان سره مرسته
د خپل ځان منل
خپل ځان ومنئ، موږ ټول توپیري یو، خو یوازې زموږ ګډ ټکی دا دی، چې له موږ څخه هېڅ یو بشپړ نه دی. بېلابېل څیزونه، لکه: مخینه، نژاد، جنسیت او مذهب، موږ په هغه څه باندې بدلوي، چې یو. هرڅوک د ښودلو لپاره یو څه لري او ټول له دې جملې څخه تاسو هم باید ورته درناوی وکړئ، هڅه وکړئ، چې په خپل ځان باندې ډېره زیاته سخت ګیري ونه کړئ، خپل ځان ومنئ.
 
له خپل ځان سره مرسته، خپل ځان په پېښو کې ښکېل کړئ
ښکېل شئ، له افرادو سره لیده کاته، په نویو څیزونو او په بېلابېلو تجربو کې د خپل ځان ښکېل کول، ستاسو او د نورو ترمنځ توپیر رامنځته کوي. په یوه ورزشي کلب کې نوم لیکنه وکړئ، له خپلو ملګرو سره لیده کاته وکړئ، په یوه روزنیزه دوره کې ګډون وکړئ، که شاوخوا ته وګورئ، د ترسره کولو لپاره ډېر زیات کارونه شتون لري، د هغو څیزونو په ترسره کولو، چې زړه مو غواړي، نه یوازې ښه احساس به ولرئ، بلکې د نورو له ملاتړ څخه به هم ګټه واخلئ.
 
فعال واوسئ او ورزش وکړئ
په منظمه توګه ورزش کول واقعاً ستاسو د اروایي روغتیا له پیاوړتیا سره مرسته کوي، داسې یو ورزش وټاکئ، چې واقعاً ترې خوند اخلئ، لکه لامبو، پلی مزل یا بایسکل ځغلونه، نو پیل یې کړئ، ښایي سخت او ستونزمن کار وي، خو د ازمویلو او ترسره کولو ارزښت لري، منظم ورزش کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي، مثبت احساس ولرئ.
 
له خپل ځان سره مرسته، سالم خواړه وخورئ
هو سالم خواړه وخورئ، د یوه متوازن خوړنیز رژیم لرل، نه یوازې ستاسو له احساس سره مرسته کوي، بلکې ستاسو د فکر له بڼې سره هم مرسته کوي. هڅه وکړئ، چې په منظمه توګه خواړه وخورئ او هره ورځ درې وخته له مېوې او سبزیانو څخه ګټه واخلئ. ښه خواړه، ستاسو د ذهن او بدن د سمو کړنو لپاره اړین دي.
 
له نورو سره اړیکه ټینګه کړئ
اړینه نه ده، چې پیاوړی واوسئ او په یوازې توګه مبارزه وکړئ، ستاسو ترڅنګ ستاسو د دوستانو او ملګرو اوسېدل ډېر مهم دي، په ځانګړې توګه په سختو حالاتو کې، نو له دې امله ښه ده، چې له هغوی سره اړیکه ټینګه کړئ.
 
خپله آرامتیا وساتئ، که ډېرې بوختیاوې ستاسو د ناهیلۍ او بې انګېزې توب سبب شوې دي، یو وخت د استراحت لپاره ځانګړی کړئ، قرآن عظیم الشان په خپله تلاوت کړئ او یا هم د قرآن مجید تلاوت ته غوږ ونیسئ. داسې یو څه پیدا کړئ، چې ترې خوند اخلئ او ستاسو لپاره به ګټور وي، حتا د یوې بوختې ورځې په اوږدو کې لس دقیقې استراحت کولای شي، ستاسو په اروایي حالت باندې اغېزه وکړي او له تاسو سره مرسته کوي، چې سټرس په ښه توګه مدیریت کړئ.
 
له خپل ځان سره مرسته، خپلې وړتیاوې ښکاره کړئ
له خپلو احساساتو څخه خبرې وکړئ، تر ډېره زموږ خلاقیت د پام وړ نه ګرځي، حتا په خپله هم ډېر کم پام ورته کوو، د خپلو احساساتو او اړتیاوو د بیانولو لپاره یوه لاره پیدا کړئ، لکه ورځپاڼه لیکنه، وېبلاګ لیکنه، نقاشي، لیکل یا نورې تګلارې.
 
له خپلو احساساتو څخه خبرې وکړئ
د خپلو احساساتو په اړه خبرې وکړئ، ښایي له موږ څخه ډېری کسان کله وخت داسې احساس وکړو، په یوه ګوښه او په خپلو ستونزو کې د ډوبېدو په حال کې یو. د خپل احساس په اړه خبرې کول به له تاسو سره مرسته وکړي، چې له دې حس څخه بهر شئ. له هغه چا سره خبرې وکړئ، چې پرې باور لرئ. که داسې احساس کوئ، چې کوم څوک نه شته، چې ورسره خبرې وکړئ، د یوې پاڼې پرمخ یې ولیکئ. ځینې خلک په دې اړه له نورو سره، له خبرو کولو څخه شرمېږي، خو لیکل یې ښه دي، همدا کار ترسره کړئ، هر تګلاره، چې ورسره هوسا یاست، وې ازمویئ، که وکولای شئ لومړنی ګام پورته کړئ، له هغه ښه احساس څخه، چې ستاسو په دننه کې رامنځته کېږي، نو حیران به شئ.
 
له نورو څخه مرسته وغواړئ
د مرستې غوښتلو وړاندیز وکړئ، که له جسمي پلوه د ناروغۍ احساس وکړئ، هرومره له روغتیا پال (ډاکټر) سره به اړیکه ونیسئ، له دې امله د خپلې اروایي روغتیا لپاره، له مرستې غوښتلو څخه هم مه شرمېږئ. ټول کله وخت مرستې اړتیا پیدا کوي او له نورو څخه د مرستې غوښتنه کومه ستونزه نه لري. په حقیقت کې د مرستې غوښتل د شخصي ځواک نښه ده. له خپل ځان سره مرسته وکړئ.