د يوې مسلمانې جوړې لپاره د واده لومړۍ شپې څلور خبرې 

۱- د ښځې او خاوند لومړۍ لېدنه: ښځه  او خاوند بايد اودس وکړي، ښځه به د اسلامي قوايدو مطابق ځان سېنګار کړي. خاوند بايد په ډېره ارامه لهجه سره خپلې ښځې ته سلام ووايي، د سلام له کلمې سره بايد د ستاينې نورې کلمې تړلې نه وي. له دې وروسته خاوند بايد د ښځې ترڅنګ د کېناستو اجازه واخلي او ښځه يې بايد چوپ پاتې شي، چې چوپيتيا په خپله د خوښې او رضا په مانا ده.

۲- خاوند بايد له خپلې ښځې غوښتنه وکړي، چې دوه رکعته نفل لمونځ وکړي او دواړه خپل نوی ژوند له خدای (ج) څخه په شکر ويلو او رضايت سره پيل کړي.

۳- د واده په لومړۍ شپه شرطونه اېښودل غوره نه دي. د بېلګې  په ډول چې خاوند  وايي، زما لپاره به دا کار کوې او دا نه، له پلار او مور سره به مې دا ډول سلوک کوي او له نورې کورنۍ سره دا ډول... ښځه او خاوند اوږد او ګډ ژوند لري. دوی کولی شي، چې له يو څه بلديت وروسته د يو او بل په خوی او عادت بلد شي او په ښه ډول سره ګډ کورنی ژوند تنظیم کړي.

۴- اړينه نه ده، چې حتماً بايد جنسي اړيکې د وداه په لومړۍ شپه تر سره شي. د ښځې او خاوند د دواړو په خوښې دوی کولی شي، چې د واده په لومړۍ شپه جنسي مقاربت تر سره نه کړي.