روسي ځواکونه وتلو ته مجبوروي؛ انګلستان اوکراين ته Leopard ټانکونه ورکړل 

انګلېس چارواکو منلې ده، چې اوکراين سره يې پوځي مرستې کړې او غواړي چې د زور له لارې له اوکراينه روسي ځواکونه وتلو ته اړ کړي. 

انګلستان د جرمني له لارې اوکراين ته پوځي وسايل لېږي، چې د Leopard په نوم ځنځير لرونکي او زغره وال ټانکونه هم په کې شامل دي. 

د انګلستان لومړي وزير د اوکراين ولسمشر ته ژمنه ورکړې ده، چې د ليوپار‌ډ ټانکونو وراېخوا به، ددغه هېواد پوځ ته د Challenger 2  په نوم ټانګونه هم ولېږي.