روغتيايي مشوره: د آلوبالو خوړل د کولمو سرطان شونتيا کموي 

د آلوبالو ميوې په اړه تر سره شوې روغتيايي څېړنې په ګوته کوي، چې دغه ميوه بدن کې کلسټرول او تري ګلیسرید کڼترولوي او دې سره  وزن کميږي او د کولمو سرطان د رامنځته کېدو چانس له منځه ځي. 

روغتياپالانو په يو شمېر هغه موږکانو چې د کولمو سرطان يې درلود، دغه تجربه تر سره کړې او هغوی ته يې آلوبالو ورکړي، چې پايله کې يې پر موږکانو مثبت اغېز کړی. 

آلوبالو همدا ډول د آنتویانینز په نوم مواد لري، کوم چې د بندونو يا مفصلونو درد لپاره ګټور دي. ډاکټران وايي، هغه کسان چې آلوبالو خوري او يا يې اوبه څښي، نو آلوبالو کې د شته فلاونول‌ پر بنسټ د زړه ناروغۍ مخه نېول کېږي.