په کاروبار کې د وخت د مدیریت ارزښت

ولې په خپل کاروبار کې، د وخت له مدیریت څخه پیروي وکړئ؟
د اوونۍ په اوږدو کې د یوې غوره پروګرام جوړونې لرل، د ډېری افرادو بریا او فردي وده ګڼل کېږي. ستاسو دا پروګرام جوړونه په کاروبار یا حتا د کور د کارونه ترسره کول وي، کولای شي تاسو ته د بریا تګلوری په ډالۍ کې درکړي. د پروګرام جوړونې لرل، تاسو ته د دې شونتیا درکوي، چې مخکې تر مخکې په خپل پروګرام باندې پوه شئ او متوجه شئ، چې په کوم وخت کې، کوم کارونه ترسره شي.
 
په بل عبارت، کولای شو ووایو، چې د دې مورد لرل، ستاسو کاروبار ته نظم او ترتیب ورکوي. په دې لاره کې باید تاسو خپل ټول پروګرامونه  په ډېر دقت او تمرکز سره وڅارئ، ترڅو وکولای شئ، هر یوه ته یې په ډېرې هوساینې سره رسیده ګي وکړئ او د ورځې په پای کې د خپلو کارونو د نه ترسره کولو له امله غوسه نه شئ.
 
آیا تر اوسه مو د خپل کاروبار د وخت د مدیریت د ارزښت په اړه پام کړی دی؟ یا د دې موضوع په اړه چې وکولای شئ د یوې مناسبې او غښتلې پروګرام جوړونې په لرلو سره، خپل کارونه په ډېرې هوساینې سره پای ته ورسوئ؟ دا موضوع، یوه له مهمو او اصلي فردي فعالیتونو څخه ګڼل کېږي، چې حتا د نړۍ ډېری بریالي کسان ترې برخمن دي او د هغوی د بریالیتوب یو له اصلي دلیلونو څخه، کولای شو پروګرام جوړونه په پام کې ونیسو، نو په پایله کې که تاسو هم غواړئ د دې کسانو په څېر، په نړۍ کې خپل نوم ثبت کړئ، نو غوره ده، له خپلې پروګرام جوړونې او د وخت له مدیریت څخه پیروي وکړئ.
 
په کاروبار کې د وخت د مدیریت د ارزښت اته دلیلونه
ډېر داسې افراد شتون لري، چې له خپلو ډېرو فعالیتونو څخه خوښ نه دي او په ډېری شرایطو کې وایي د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره یې څلیریشت ساعتونه هم بسنه نه کوي، خو ستاسو په اند د دې ستونزې دلیل څه کېدلای شي؟ هو، سمه ده، تاسو اټکل کړی دی، د وخت د مدیریت او دغه راز د دقیقې او مناسبې پروګرام جوړونې نه شتون. دا موضوع ښایي لږ څه عادي تر سترګو شي، خو همدا مورد توانېدلی دی، چې د ډېری کسانو کار په ډېرې هوساینې سره پرمخ یوسي.
 
که تاسو هم غواړئ په خپل ژوند کې ډېرې فردي ودې او بریا ته ورسېږئ، نو په خپلې پروګرام جوړونې کې باید ځینې لومړني ټکي په پام کې ولرئ. که غواړئ په خپل کاروبار کې د وخت د مدیریت له ارزښت څخه معلومات ترلاسه کړئ، نو غوره ده، چې د لیکنې پاتې برخه په ښه غور او دقت سره مطالعه کړئ.
 
فعالیتونه مو د دندو یا د پروژې د ډول پر بنسټ طبقه بندي کړئ
د اوونۍ په اوږدو کې د پروګرام جوړونې لپاره د وخت د مدیریت یوه له اغېزناکو سټراټیژیانو څخه داده، چې هڅه وکړئ دندې مو په مشخصو کوچنیو برخو کې طبقه بندي کړئ، د ورته یا تړاو لرونکو فعالیتونو ترتیبول، کولای شي یو ګټوره کړنه وي، په دې طبقه بندۍ کې هڅه وکړئ، هغه کارونه، چې کولای شئ یو بل ته په ورته توګه یې ترسره کړئ، په یوه برخه کې مېشت کړئ او د ترسره کولو په لاره کې یې ګام پورته کړئ. د دې تګلارو په ترسره کولو، د وخت په تېرېدو سره به مو دې ته پام شي، چې د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره، له یوه ښاخ څخه بل ښاخ ته نه الوزئ او په ډېرې هوساینې سره په خپلو موخو باندې متمزکر کېږئ.
 
هغه بېلګه چې د دې مورد لپاره کولای شو ورته اشاره وکړو، دا ده، مثلاً د یوې ورځې په اوږدو کې باید د بازار موندنې، ټولنیزو رسنیو او د خبر د لیکلو لپاره ځینې مقالې ځانګړې کړئ، چې کولای شئ په یوه ټاکنه  او په ترتیبي توګه یې مدغم کړئ، خو هغه ټکی، چې په دې بهیر کې باید ورته پام وکړئ، دا دی، چې هڅه وکړئ په هېڅ وجه، د خپلو فعالیتونو په ترسره کولو کې، له یوه ښاخ څخه بل ښاخ ته وانه لوزئ، د دې کار ترسره کول، د ورځې په اوږدو کې ستاسو ډېر زیات وخت نیسي او  په پای کې دې ته متوجه کېږئ، چې نه یوازې خپل کار مو پای ته نه دی رسولی، بلکې نه یاست توانېدلي، چې هېڅ یوه ته یې په بشپړه توګه رسیده ګي وکړئ، نو په پایله کې، په کاروبار کې د وخت د مدیریت ارزښت له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی.
 
د خپلو ورځنیو پروګرامونو لیکل پیل کړئ
د یوه مناسب جوړښت لرل، چې د ډېری افرادو د پروګرام جوړونې د ملا تیر ګڼل کېږي او د دې ملاتیر د څانګو لپاره، باید تاسو خپل ورځني پروګرامونه داسې طبقه بندي کړئ، چې وکولای شئ د ورځې په اوږدو کې په ډېرې هوساینې او پوړۍ په پوړۍ یې ووهئ او د دې فعالیت په بهیر کې کومه ستونزه ونه لرئ.
 
د دې لپاره، چې وکولای شئ، د خپل ځان لپاره یوه بېلګه او مناسبه پروګرام جوړونه ولرئ، نو غوره ده، چې هره شپه له ویده کېدلو مخکې او هغه کارونه، چې ټاکل شوې ده، سبا یې په خپل کاروبار کې ترسره کړئ، د کاغذ پرمخ ولیکئ، دا تګلاره د دې سبب ګرځي، چې د خوب پرمهال مغز مو ستاسو د سبا ورځې د فعالیتونو پروسس پیل کړي او کله چې له خوبه را ویښېږئ، مغز مو فعالیت ته چمتو وي او کولای شو ووایو، چې شل سلنه لاره یې تاسو ته آسانه کړې ده. د ورځنیو پروګرامونه لیکل، د افرادو د پروګرام جوړونې او د وخت د مدیریت لپاره، یو غوره تګلاره او لومړنی پړاو ګڼل کېږي، چې تاسو کولای شئ، په ډېرې هوساینې، له دې موضوع څخه برخمن واوسئ.
 
خپل ګډوډونکي حواس لیرې کړئ
د دې لپاره، چې په خپله پروګرام جوړونه کې بریا ته ورسېږئ، خپل ځان د ماتې پر وړاندې مه مېشت کوئ. د وخت د مدیریت تر ټولو غوره سیستم دا دی، چې وکولای شئ خپل ټول کارونه د توازن په برید کې وساتئ، د دې لپاره، چې له دې تګلارې څخه پیروي وکړئ، هڅه وکړئ، هغه ټول ګډوډونکي حواس، چې خپلو کارونو ته د رسېدو په لاره کې، ستاسو پر وړاندې خنډ ګرځي، له خپل ژوند او پروګرام جوړونې څخه لیرې کړئ، د دې تګلارې په ترسره کولو سره، ژوند ته مو ننګونه او ناڅاپي فرصتونه داخلېږي او د وخت په تېرېدو سره به خپله فردي وده په سترګو ووینئ.
 
د ګډوډونکو حواسو د لیرې کولو لپاره، کولای شئ له هغو پیغامونو یا برېښنالیکونو څخه، چې د ورځې په اوږدو کې یې ترلاسه کوئ، پیل کړئ، تاسو کولای شئ، دې مواردو ته رسیده ګي کول، د استراحت کولو او د غرمې ډوډۍ خوړلو مهال ځانګړی کړئ، د دې تګلارو په ترسره کولو، په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، د خپل کاروبار د وخت د مدیریت له ارزښت څخه برخمن شئ او هېڅ څیز ستاسو د فعالیتونو د ترسره کولو پر وړاندې خنډ نه شي.
 
په خپلو کارونو کې ژور شئ
د دې لپاره، چې د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو په اوږدو کې په ګډوډونکو حواسو باندې اخته نه شئ، یو بل کار، چې کولای شئ ترسره یې کړئ، دا دی، هڅه وکړئ، چې کارونه مو په لا ډېرې ژورتیا سره پای ته ورسوئ، په بل عبارت کولای شو ووایو، چې په ژوره توګه د کارونو ترسره کول، په تاسو کې تمرکز رامنځته کوي او ټول پام به مو په خپلو کارونو باندې متمرکز کړي. دې ټکي ته د رسېدو لپاره، هڅه وکړئ، چې فعالیتونه مو په داسې ډول طبقه بندي کړئ، چې له لومړیتوب بندۍ څخه برخمن وي او هغو درجو ته په پام سره، چې په خپل کار باندې مو ثبت کړي دي، کولای شئ خپل تمرکز هم زیات کړئ.
 
ورځني کارونه مو لومړیتوب بندي کړئ
ستاسو په اند د دنده لرونکو افرادو لپاره یوه عادي ورځ څنګه کېدلای شي، چې وي؟ دې پوښتنې ته، چې ډېری افراد ځواب ورکوي، دا دی، چې زموږ لپاره یوه عادي ورځ شتون نه لري، خو کولای شو، دې مورد ته بل او توپیري ځواب ورکړو او هغه دا دی، که په خپل کاروبار کې د وخت د مدیریت په ارزښت باندې پوه شئ، نور به د یوې عادې ورځې د نه لرلو په اړه اندېښنه ونه لرئ.
 
د دې تګلارې لپاره، تاسو باید هغه مهال، چې د خپلو ورځنیو کارونو د یاددښت کولو په حال کې یاست، نو لومړیتوب بندي یې کړئ. د بېلګې په توګه: کولای شئ خپل ورځني فعالیتونه په درې ټولیزو برخو بیړني، مهم او کمه ارزښته طبقه بندي کړئ، له یوې مودې وروسته به دې ته مو پام شي، کله چې خپله ورځ پیلوئ، لومړی باید خپل کوم یوه کار ته رسیده ګي وکړئ او وروسته کوم یو کار مو، کولای شئ د ورځې په اوږدو کې، په وروستي پړاو کې یې ترسره کړئ یا حتا په ځینو شرایطو کې، له خپل لېست څخه یې لیرې کړئ.
 
د دې لپاره چې وکولای شئ د ورځې په اوږدو کې خپل ځان وهڅوئ، نو غوره ده، چې د خپلې پروګرام جوړونې لپاره له یوه چک لېست څخه ګټه واخلئ، چې د دې کار د ترسره کولو تګلاره په دې ډول ده، چې تاسو د هر یوه فعالیت له ترسره کولو وروسته، چې د کاغذ پرمخ مو لیکلی دی، لیرې یې کړئ او په وار سره، له یوې کوچنۍ دمې وروسته، خپل بل فعالیت ته رسیده ګي کوئ.
 
خپل ځان ته استراحت ورکول مه هېروئ
دا موضوع کولای شي، د پروګرام جوړونې یوه له جذابو برخو څخه وي، یوازې د ورځې په اوږدو کې د پروګرام جوړونې د مدیریت په لرلو کې، د فعالیت ترسره کول مهم نه دي او تاسو باید خپل ځان ته د استراحت ورکولو لپاره ځینې وختونه ځانګړي کړئ. که تاسو د ورځې په اوږدو کې یوازې د خپلو فعالیتونو ترسره کولو ته رسیده ګي وکړئ، نه یوازې په خپل کاروبار کې به د وخت د مدیریت ارزښت درک نه کړئ، بلکې د ورځې په وروستیو کې به یو ناتوانه، ستړی او بې انګېزې فرد وئ.
 
د دې لپاره، چې له یوې مودې وروسته په یوه بې روحه فرد باندې بدل نه شئ، نو هڅه وکړئ، د خپلو کارونو لپاره د پروګرام جوړونې ترڅنګ، یو وخت استراحت ته هم ځانګړی کړئ، یوازې بسنه کوي، چې له نیم ساعت فعالیت کولو وروسته، لس دقیقې خپل ځان او خپل مغز ته استراحت ورکړئ، لکه څنګه چې پوهېږئ، که خپل مغز ته استراحت ور نه کړئ، نو مغز به مو د لا ډېرو فعالیتونو په لور راښکون ونه لري او نه یوازې به خپلې فردي ودې او بریا ته لاسرسی پیدا نه کړئ، بلکې ستاسو د کار ګټه هم را کموي.
 
خپله اوونیزه پروګرام جوړونه په پام کې ولرئ
په کاروبار کې د وخت د مدیریت ارزښت، نه یوازې د ورځنۍ پروګرام جوړونې لپاره ترې کار اخیستل کېږي، بلکې تاسو باید وکولای شئ په اوونیزه او اوږدمهالې توګه، پروګرامونه د کاغذ پرمخ هم ثبت کړئ. د دې تګلارې ترسره کول، د وخت د مدیریت لپاره یو ښه عادت ګڼل کېږي او البته په دې تګلوري کې باید دې ټکي ته پام وکړئ، چې د دې د ترسره کولو له پیل څخه مخکې، د ورځنۍ او اوونیزې پروګرام جوړونې ترمنځ په توپیر باندې پوه شئ، ځکه له دې مواردو څخه هر یو یې په جلا توګه خپل ځانګړي ارزښتونه لري او تاسو باید وکولای شئ، د دې موضوعاتو په پام کې نیولو سره، خپلې موخې وڅارئ.
 
د دې لپاره، چې د خپل ځان لپاره یوه ښه او بې نیمګړتیا اوونیزه پروګرام جوړونه ثبت کړئ، باید په پام کې ونیسئ، چې په راتلونکې اوونیو کې، غواړئ کوم کارونه ترسره کړئ، د بېلګې په توګه: مثلاً په راتلونکې اوونۍ کې د خپلو خدماتو د وړاندې کولو لپاره، یوه شرکت ته ورشئ یا په بل عبارت که ستاسو د ځینو فعالیتونو ترسره کول، ډېر وخت ته اړتیا لري، نو غوره ده، چې په خپلې راتلونکې اوونۍ کې، دې موضوع ته د رسیده ګي لپاره، لا ډېر وخت ځانګړی کړئ، چې وکولای شئ په لومړني فرصت کې د لا ډېر وخت په لرلو سره، خپل فعالیتونه پای ته ورسوئ.
 
لکه څنګه چې پوهېږئ، چې د کارونو ځنډول لږ ستړې کوونکې چاره ده، د دې لپاره که نه غواړئ له خپل ورځني پروګرام څخه بهر شئ، نو غوره ده، چې په ډېر دقت او لوړ تمرکز، په خپلې فردي ودې او پروګرام جوړونې باندې متمرکز شئ. دا موضوع د نورو مواردو په څېر، په کاروبار کې د وخت له لوړ مدیریت څخه برخمنه ده.
 
پروګرام جوړونه مو په ډېرې هوښیارۍ سره پرمخ بوځئ
په یوه پاڼه باندې یوازې د پروګرام جوړونې او ورځنیو فعالیتونو لیکل مهم نه دي او نه شو کولای ووایو، چې دا ډول پروګرام جوړونې له ډېر زیات اعتبار څخه برخمنې دي، د همدې لپاره که غواړئ، چې یوه دقیقه او معتبره پروګرام جوړونه ولرئ، نو باید ټولو ټکو ته یې په ډېره دقیقه توګه پام وکړئ.
 
یو له مهمو مواردو څخه، چې په کاروبار کې د پروګرام جوړونې د مدیریت په ارزښت کې په پام کې نیول کېږي، دا دی، چې تاسو وکولای شئ خپل لېست په داسې توګه طبقه بندي کړئ، چې په هغه کې لومړیتوب بندي، برخه بندي، ډل بندي، د نا اړینو فعالیتونو لیرې کول او نور موارد په ګوته شوي وي. په بل عبارت کولای شو ووایو، چې د خپل کار او فعالیتونو لېست وارزوئ او ډاډه شئ، چې خپل پروګرامونه مو د فوریت او مهم اوسېدو په پربسټ طبقه بندي کړي دي.
 
وروستۍ خبره
نن ډېری افراد د ورځې په اوږدو کې، ډېر زیات فعالیتونه او بوختیاوې لري، چې باید ورته رسیده ګي وکړي، که له خپلو کارونو څخه یو یې سبا ته وځنډوي، سربېره پر دې، چې کارونه دوه برابره کېږي، ښایي چې د ورځې په پای کې له ځانه سره ډېره ستړیا ولري یا په ځینو شرایطو کې له خپل ځان او خپل ژوند څخه ناهیلي شي.
 
دا ټول موضوعات کولای شي، چې له یوې ریښې څخه یې سرچینه اخیستي وي او هغه د خپلو ورځنیو فعالیتونو لپاره د دقیق او مناسب پروګرام نه لرل دي. ښایي  په دې موضوع باندې باور کول ستاسو لپاره لږ څه ستونزمن تر سترګو شي، خو د همدې کوچنۍ موضوع شتون کولای شي، ستاسو ډېری کارونه په ډېرې هوساینې سره مدیریت کړي او د ورځې په پای کې به ډېره ستړیا احساس نه کړئ او د دې موضوع له امله په راتلونکې ورځ کې به د ترسره کولو لپاره اضافي فعالیت نه لرئ، نو نېکمرغه او خوشاله به وئ.
 
په کاروبار کې د وخت د مدیریت ارزښت له هغو مواردو څخه دی، که تاسو غواړئ د نورو افرادو په څېر بریا او فردي ودې ته لاسرسی پیدا کړئ، باید ترې برخمن واوسئ. دا موضوع تاسو ته ښکاره کوي، چې کولای شئ د ورځې په اوږدو کې، خپل کاري او شخصي پروګرامونه په کاغذ باندې ولیکئ او د دې تګلارې په ترسره کولو، سر بېره پر دې، چې کولای شئ، خپل هر پروګرام په ښه نظم او ډېر دقت سره ترسره کړئ، دې ته مو پام کېږي، چې د ورځې په اوږدو کې، د ترسره کولو لپاره کوم کارونه پاتې دي.
 
که وغواړئ دې موضوع ته لاسرسی پیدا کړئ، نو غوره ده، هغه موارد، چې پورته پرې رڼا واچول شوه، په ډېر دقت او لوړ تمرکز سره مطالعه او هڅه وکړئ، چې د خپل ژوند په بهیر کې یې وازمویئ.