تر ۲۰۳۰ کال به د سرطان ناروغۍ درملنه شونې شي 

هغه شرکت چې د کرونا ويروس لپاره يې Pfizer په نوم واکسين جوړ کړی، وړاندوينه کوي، چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې به د سرطان ناروغۍ د بېلا بېلو بڼو لپاره هم واکسين جوړ کړی شي. 

د Pfizer او BioNTech په نومونو دغه دوه شرکتونو ويلي دي، چې دوی پايلې ته نېږدې شوي دي او ډاډمن دي، چې د همدې روانې لسيزې تر  پايه به د سرطان پر ضد واکسين تيار کړی شي. 

اوس وخت کې د سرطان وژونکې ناروغۍ د ځينو ډولونو واکسین جوړ شوي دي، خو کوم واکسین چې  Pfizer او BioNTech شرکتونه يې په اړه وړاندوينه کوي، د طب برخه کې ستر نوښت بلل کېږي.