دغه بالستیک توغندی د شمالي کوريا له خاورې د امريکا هر ايالت وېشتلی شي

د شمالي کوريا د لويو وچو ترمنځ يا intercontinental ballistic missiles توغندی دا وړتيا لري چې د شمالي کوريا له دننه د امريکا هره برخه په نښه او ورته ورسیږي. 

دغه بالسټيک توغندی شمالي کوريا په بريالتوب سره ازمويلی دی او ويل کېږي، چې ۸۸ دغه ډول توغندي يې جوړ کړي دي. دغه توغندی د نړۍ په  بل هېواد کې د امريکايي پوځي اډې هم په نښه کولی شي. 

دغه توغندی شااوخوا لس زره کيلو متره واټن وهلی شي په داسې حال کې چې د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ فاصله او واټن له لس زره کيلو متره کم دی.