په کار ځای کې په نفس باندې د اعتماد د ډېرښت راز

په نفس باندې د اعتماد ډېرښت په کار کې د بریا یو له اصولو څخه ګڼل کېږي، خو په کاري چاپېریال کې څنګه په نفس باندې اعتماد ولرو؟
 
په کار ځای کې په نفس باندې د سم اعتماد د ترلاسه کولو او دغه راز د هغه د ډېرښت تګلارې
ستاسو په اند په کاري چاپېریال کې په نفس باندې د اعتماد ډېرښت، مهارتونه او وړتیاوې څومره ارزښت لري؟ هغه کسان چې په نفس باندې اعتماد لري معمولاً له خوشاله ژوند څخه برخمن دي او د لوړتیا له درجې یا له ننګونو سره، له مخامخ کېدو څخه نه وېرېږي، په دې لیکنه کې په هغو ټکو او تګلارو باندې رڼا اچول کېږي، ترڅو وکولای شئ، له هغو څخه په ګټه اخیستنې، په کار ځای کې په خپل ځان باندې باور ډېر کړئ.
 
خپل ځان ته منفي خبرې مه کوئ
موږ ټول د خپل ځان په رټلو کې استادان یو، خو غوره ده، چې دا چلند پرېږدئ، له خپل ځان سره په مهربانۍ خبرې وکړئ، خپل ځان وهڅوئ او له بریده زیات له تېروتنو څخه مو یادونه مه کوئ. یو مثبت ذهن له تاسو سره مرسته کوي، چې په ډېرې آسانۍ سره په خپل نفس باندې اعتماد زیات کړئ.
 
معلومات مو زیات کړئ
په ژوند کې د لا ډېرې ډاډمنتیا یوه پرېکنده لاره داده، چې له تېر څخه ډېر څه زده کړئ. په پایله کې کولای شئ وروستۍ څېړنې مطالعه کړئ، معلومات مو زیات کړئ او په دې باندې پوه شئ، چې په کار ځای کې ولې او څرنګه فلانکی کار ترسره کړئ، ترڅو په نفس باندې اعتماد مو زیات شي.
 
د ښه کېدو لپاره له مثبتو کسانو څخه تقلید وکړئ
په خپل ځان کې په خپل ځان باندې باور پیاوړی کړئ او د هغو افرادو په څېر، چې په خپله موخه کې یې غوره ګڼئ، کړنې ترسره کړئ. دا مه هېروئ، چې په مثبتو برخو کې تقلید کول به تل جوړونکي او اغېزناک وي، د دا ډول فکر بڼې اختیارول، له تاسو سره مرسته کوي، چې ډېر خطر ومنئ او له ماتې څخه په هر ډول وېرې باندې غلبه وکړئ.
 
تکرار وکړئ
تمرین کول د بریا لپاره یو لامل دی، خو نباید خپل ځان په تمرین پورې محدود کړئ، خو باید په تګلوري کې، خپلې تېروتنې وپېژنئ او اصلاح یې کړئ. هر کله چې یوه دنده ترسره کوئ، له خپل ځانه وپوښتئ، چې څنګه کولای شئ بل ځل یې په غوره بڼه ترسره کړئ.
 
خپل پیاوړي ټکي وپېژنئ
څېړنې څرګندوي، چې په نفس باندې د اعتماد د ډېرښت لپاره، یوه ښه لاره، په خپلو پیاوړو ټکو باندې تمرکز کول دي، تر دې چې وغواړئ خپل کمزوري ټکي وپېژنئ. هغه کارونه، چې په ښه توګه یې ترسره کوئ، وپېژنئ او غوره څیزونو ته د رسېدو لپاره هڅې وکړئ، دا په نفس باندې د اعتماد د ډېرښت لپاره یوه غوره لاره ده.
 
له خپلې خوندي او هوساینې سیمې څخه را بهر شئ
د هغې پروژې داوطلب شئ، چې له تاسو سره د نویو مهارتونو په زده کولو کې مرسته کوي. د هغه کار لپاره، چې ننګونکی دی او ستاسو له لېوالتیاوو سره سمون لري، اقدام وکړئ. د یوې مثبتې پېښې په اړه د وینا کولو لپاره نوم لیکنه وکړئ او له وینا کولو څخه خپله وېره لیرې کړئ.
 
خپلو هیلو ته رسېدل انځور کړئ
د بېلګې په توګه، خپل ځان په هغه رول کې، چې غواړئ ترلاسه یې کړئ، ووینئ، په معمول ډول د ګلف لوبې لوبغاړو ته سپارښتنه کېږي، مخکې تر دې، چې توپ ته ګوذار ورکړي، موقعیت او ګرځون یې په خپل ذهن کې انځور کړي. د خپلې خوښې وړ دنده کې د خپل ځان په انځورولو سره، دا لرلید د خپلو شاوخوا کسانو لپاره هم رامنځته کړئ.
 
نوي مهارتونه وټاکئ
د پرمختګ لپاره تل یوه لاره شتون لري. د نویو مهارتونو زده کول، نه یوازې د کار په اړه ستاسو تخصص لوړوي، بلکې په نفس باندې اعتماد مو هم زیاتوي. بریالیو افرادو ته وګورئ او د کار کولو له ډول څخه یې بېلګې واخلئ. د بریالیتوب په سیمینارونو کې ګډون وکړئ او مهارتونه مو زیات کړئ، ترڅو وکولای شئ په کاري برخه کې لا ډېر او ښه مدیریت ولرئ.
 
پوښتنه وکړئ
هېڅکله له پوښتنې کولو څخه مه وېرېږئ، په ناسمه بڼه د کار ترسره کول په دې دلیل دی، چې تاسو په بشپړه توګه پرې نه پوهېږئ، نو که په کوم څه باندې نه پوهېږئ، په ډېرې هوساینې سره په اړه یې پوښتنه وکړئ، ترڅو وکولای شئ کار مو په غوره بڼه پرمخ یوسئ.
 
منفي افکار او خبرې پرېږدئ
کله وخت ژبه او خبرې موږ محدودوي. که تل له خپل ځان سره داسې تکرار کړئ چې: "زه نه شم کولای" په بشپړه توګه ذهن مو په دې موضوع باندې باور کوي، نو هڅه وکړئ، چې په بشپړه توګه منفي خبرې پرېږدئ، تل په خپل ځان باندې دا ومنئ، چې کولای شئ ستر کارونه ترسره کړئ، نو بهانې مه کوئ.
 
خپل مناسب چاپېریال رامنځته کړئ
په هغه کار ځای کې د حرکت کولو پرځای، چې خوښ مو نه دی، په خپلو اقداماتو سره پکې بدلون رامنځته کړئ. له خپل ټیم سره په داسې بڼه کار وکړئ، چې له تاسو سره په کار کې په ښه توګه صداقت او رښتینولي احساس کړي او په نفس باندې په بشپړ اعتماد سره خپلې وړتیاوې شریکې کړي، په دې کار سره خپل ځان په خپل سازمان کې ښکاره کوئ او خپل ټیم ته ورته د ارزښتمنو افرادو جذبول پیلوئ. د ټیم په پراختیا سره، ډېر کسان ستاسو په ذهنیت کې ښکېل کېږي، په دې توګه ستاسو چاپېریال په هغه ځای باندې بدلېږي، چې غواړئ پکې کار وکړئ.
 
په بریا باندې تمرکز وکړئ
که تمرکز مو په منفي څیزونو باندې وي، په نفس باندې د اعتماد ډېرښت درته ستونزمنېږي، خپل ځان ته له هغو ټولو کارونو څخه یادونه وکړئ، چې په بریا سره مو ترسره کړي وو، ترڅو ډاډه شئ، چې لوړې وړتیاوې لرئ او په نفس باندې اعتماد مو ډېر شي.
 
د بریا تقلید وکړئ
کله چې یوه نوي کار ته داخلېږئ، ښایي په نفس باندې اعتماد ونه لرئ، که چېرې د بریالیو انسانانو تقلید وکړئ، نو په ښه تګلوري کې مېشتېږئ. هڅه وکړئ، چې ذهن او شخصیت مو په یوه مثبت چوکاټ کې مېشت کړئ او د بریالیو او شتمنو انسانانو په څېر ژوند وکړئ، ترڅو ورو ورو په همغو انسانانو باندې بدل شئ.
 
خپلې وړتیاوې وارزوئ
ټول هغه مهارتونه، چې دمګړۍ یې لرئ، په رښتینې توګه یاددښت کړئ او هغه مهارتونه، چې خوښېږي مو ترلاسه یې کړئ، له هغو څخه وروسته یې په کاغذ باندې ولیکئ. مه هېروئ، که چېرې پراخې وړتیاوې ولرئ، په غوره کړنو سره د خوښې وړ مقام او البته په نفس باندې ډېر اعتماد ته به ورسېږئ، نو ترڅو چې کولای شئ خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ.
 
بوختیا ولرئ
له دې څخه هېڅ څیز بد نه دی، چې ژوند مو په بشپړه توګه یو ډول وي او له بریده زیات یې نالیدلی ونیسئ. البته، چې ښه دنده د اړتیا وړ ده، خو نباید خپل ځان ته له بریده زیات کړاو او زحمت ورکړئ. زده کړئ، چې ژوند ته مُسکا وکړئ، تېروتنې مو هېرې کړئ، خوشاله واوسئ او خپلې تفریح ته وخت په پام کې ونیسئ.
 
په نفس باندې اعتماد لرونکي دوستان پیدا کړئ
هغه بریالي کسان، چې پېژنئ یې، خپلې شاوخوا ته یې راټول کړئ، له هغو افرادو سره تګ راتګ وکړئ، چې په خپله دنده کې په نفس باندې ډېر اعتماد لري او همدا د دې سبب ګرځي، چې د هغوی له بېلګه ایز چلند څخه پیروي وکړئ. د هغوی له سټراټیژیانو څخه ګټه واخلئ، ترڅو ذهن مو په نفس باندې د ډېر اعتماد لرلو ته د رسېدو لپاره، بېلګه اخیستنه وکړي. دغه راز کولای شئ په نفس باندې د ډېر اعتماد لرونکو افرادو له بدني ژبې څخه بېلګه واخلئ.
 
هماغه شئ، کوم چې خوښېږي مو
کله چې په خپل نفس باندې د اعتماد د ډېرښت لپاره مو ګام پورته کړ، مه هېروئ، چې له نورو سره مرسته وکړئ، د همکارانو د روزنې له لارې، کولای شئ له نورو سره ملګرتیا وکړئ ترڅو مثبت بدلون رامینځته کړي. 
 
د خپل ځان لپاره موخه وټاکئ
لنډ مهالې او اوږدمهالې دنده ایزې موخې ښایي، تاسو د بریا په تګلوري کې مېشت کړي. هڅه وکړئ، چې تل خپله وړتیا لوړه کړئ، ترڅو په کار کې خپلې موخې وپېژنئ، له اغېزناکو سټراټیژیانو څخه کار واخلئ، ترڅو خپل د خوښې وړ موخې ته ورسېږئ. کله چې موخه ولرئ، ډېره زیاته هڅه کوئ او له هر مهارت څخه ګټه اخلئ، ترڅو ور ورسېږئ او په ناخبره توګه په نفس باندې اعتماد مو ډېروي.