 
        	    
                    
                                    
                    چين کې ډاکټرانو او روغتياپالانو په يوې نوې سروې  کې موندلې ده، چې د سرطان بېلا بېلو ډولونو ترڅنګ، سېګرټ څکول د ۵۶ مختلفو ناروغيو سبب کېږي. د سږو، مريو  او خولې سرطانونه هغه دي، چې لامل يې تمباکو او سېګرټ ګڼل کېږي. 
له سرطانونو وراېخوا، سېګرټ د پنکراس، ځيګر، سترګو، معدې او د وجود د نورو سېسټونو د خرابېدو او ناروغېدو سبب کېږي. دغه سروې چين  کې په ۵۱۲زره تنو تر سره شوې ده. 
دغه څېړنه د Kadoorie Biobank انسټېټيوټ له خوا د شپږ کالونو په موده کې تر سره شوې ده او ويل شوي دي، چې په هرو درېيو چينيانو کې دوه يې د سېګرټو روږدي دي او ګڼ شمېر يې هر کال د همدې سېګرټو له امله مري. 
                  
 
             
            .jpg) 
								    
                  
                  								.jpg) 
								    
                  
                  								